کور پاڼه / جالب / يو هندى له لسو کلونو راهيسې کاڼي خوري

يو هندى له لسو کلونو راهيسې کاڼي خوري

د ريکارډونو په نړيوال کتاب ((ګنيز بک آف ورلډ ريکارډ)) کې هر سړى د خپل نوم ليکلو هڅې کوي او د دې لپاره داسې داسې کارونه ترسره کوي، چې هېڅ عقل يې نه مني، خو ځينې خلک په دې تاريخي کتاب کې خپل نوم په هر حالت ثبتول غواړي او د هغې لپاره ډول ډول کارونه ترسره کوي. اوس په هند کې يو سړى له تېرو لسو کلونو راهيسې هره ورځ يو کاڼى خوري او غواړي چې نړيوال ريکارډ جوړ کړي.

د هند د بهار رياست د کاتهيار ولسوالۍ يو اوسېدونکى چې سنيل پاسوان نومېږي، له تېرو لسو کلونو راهيسې هره ورځ يو کاڼى (خښته) خوري او هغه وايي، تر هغې به دا کاڼى خوري، تر څو چې يې د ريکارډونو په نړيوال کتاب کې نوم ثبت نه شي.

سنيل وايي، چې له ماشوموالي به يې سکاره خوړل او د سکرو په خوړلو عادت شوى و، خو بيا يې هره ورځ د کاڼو په خوړلو پيل وکړ، او اوس چې هره ورځ کاڼى ونه خوري، نو څه چل پرې کېږي. هغه وايي چې له ډوډۍ خوړلو وروسته يې د کاڼي خوړلو ته زړه کېږي.

هغه همدا راز زياتوي، چې له ډېرو کلونو راهيسې کاڼي خورم، خو زما په بدن يې هېڅ بده اغېزه نه ده کړې.

دېرش کلن سنيل وايي، چې په لومړيو ورځو کې به مور و پلار له کاڼو خوړلو منع کاوه، خو وروسته بيا ورسره عادي شول، همدا راز مېرمن يې هم ترې په دې عادت خپه وه، خو اوس ورته هېڅ هم نه وايي.

بلخوا د سنيل مېرمن وايي، چې له واده وروسته ورته دا خبره معلومه شوه، نو زياته حېرانه شوه او څو څو ځل يې هڅه وکړه، چې خپل خاوند له دې عادت نه واړوي، خو بيا يې پرېښود، وايي چې سنيل په خپله د کاڼو په خوړلو خوشحاله دى، نو زه ولې خپه يم.

هغه زياتوي، چې له تېرو لسو کلونو راهيسې سنيل کاڼي خوري، خو په بدن يې هېڅ اغېزه نه ده کړې او نه هم په دې لسو کلونو کې کله ډاکتر ته تللى دى.

بیا وګوره

٥ څيزونه؛ چې دنده ترلاسه کولو کې درسره مرسته کوي

دنده پېدا کول څه اسان کار نه دى او بيا هغه وخت چې يو کس …

جولي: جنسي تاوتریخوالی بند کړی

د هالیووډ مشهوره ستورې انجلینا جولي او د ناټو سرمنشي د افغانستان په څېر جګړه …