fbpx

افغانستان ٥٠ اوريز سيريز هم په خپل نوم کړ

افغانستان په ستر توپير سره له آيرلېنډ څخه دريمه پنځوس اوريزه لوبه وګټله او د ٣ لوبو سيريز کې يې په ٢-١ بريا ترلاسه کړه. راشد خان د سيريز غوره لوبغاړى وټاکل شو.

د لوبې پچه آيرلېنډ وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه.

خو پرېکړه يې بېخي غلطه شوه، ځکه چې د آيرلېنډ هېڅ توپوهونکى ونه توانېده، چې ښه لوبه وکړي او يو ښه هدف وټاکي، تر ټولو زياتې منډې ګېري ويلسن ٢٣ وکړې، بل هېڅ لوبغاړى په دې ونه توانېده چې شل منډې دې جوړې کړي.

اېنډي بالبيرني او سيمي سنګ اوولس اوولس کيوين اوبراين او اينډي مک براين شپاړس شپاړس، پورټرفيلډ ١٤، بويډ رينکين او پيټر چيس څلور څلور، پال سټرلنګ او ټيم مرتغ دوه دوه او نيل اوبراين ١ منډه وکړه.

د افغانستان له خوا توپ اچوونکو ډېره ښه توپ اچوونه وکړه او آيرلېنډي لوبغاړي يې دې ته پرې نه ښودل، چې يو ښه هدف وټاکي، راشد خان ٣، محمد نبي، ګلبدين نايب او آفتاب عالم دوه دوه او اصغر افغان ١ لوبغاړى وسوځاوه.

د آيرلېنډ ټول لوبغاړي په ٣٦.١ اورونو کې په ١٢٤ منډو وسوځېدل او افغانستان يې د ١٢٥ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له خوا بيا توپوهنه محمد شهزاد او احسان الله جنت پيل کړه. حضرت الله ځاځى له نننۍ لوبې څخه کېنول شوى و.

محمد شهزاد، لکه د نورو لوبو په څېر په دې لوبه کې هم ونه ځلېده او په دوهم اوور کې يې خپله ويکټه له لاسه ورکړه، چې يواځې ١ منډه يې کړې وه.

احسان الله جنت او رحمت شاه ودرېدل او دواړو په شريکه منډې ٥٣ ته ورسولې، چې دغه وخت رحمت شاه هم خپله ويکټه له لاسه ورکړه، نوموړي ٣٣ منډې کړې وې.

د احسان الله جنت ملګرتيا ته حشمت الله شاهدي راووت او دواړو په ګډه افغان لوبډله بريا ته ورسوله.

احسان الله جنت ناسوځېدلې ٥٧ منډې وکړې او حشمت الله شاهدي بيا ناسوځېدلې ٣٤ منډې وکړې.

افغانستان ياد هدف په ٢٣.٥ اوور کې پوره کړ او په اته ويکټو يې بريا ترلاسه کړه، چې ١٥٧ توپونه لا هم پاتې ول. افغانستان د ٢ لوبغاړو په تاوان ١٢٧ منډې وکړې.

د آيرلېنډ له خوا ټيم مرتغ او ډويډ رينکين يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.

د ٣ پنځوس اوريزو لوبو په سيريز کې افغانستان د ٢-١ سره سيريز په خپل نوم کړ. د سيريز لومړۍ لوبه کې افغانستان او دوهمه کې آيرلېنډ بريا ترلاسه کړې وه.

همدا راز د پنځوس اوريزو لوبو سيريز څخه مخکې د شل اوريزو لوبو سيريز ترسره شوى، چې په هغې کې هم افغانستان د ٢-٠ سره بريا ترلاسه کړې وه.

د پنځوس اوريزو لوبو سيريز غوره لوبغاړى راشد خان وټاکل شو، چې په درېواړو لوبو کې يې ښه توپ اچوونه نندارې ته وړاندې کړه.

Your SEO optimized title page contents