fbpx

عمران خان: هند سره ښې اړيکې غواړو، هغوى ځواب نه راکوي

د پاکستان لومړي وزير عمران خان له رسنيو سره په ناسته کې ويلي دي، چې له هند سره ښې اړيکې غواړي او څو څو ځل يې هند ته د خبرو اترو بلنه ورکړې ده، خو د هند له خوا ورته تراوسه پورې مثبت ځواب نه دى ورکړل شوى.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو ترمخه، د جمعې په ورځ د پاکستان لومړي وزير عمران خان سره يو شمېر ژورناليستانو د لومړي وزير په کور کې وليدل او له هغه سره يې په روانو حالاتو خبرې وکړې.

د پاکستان لومړي وزير په چورلکه کې د تګ راتګ په اړه وويل، چې دې سره يې وخت او پېسې دواړه بچ کېږي او ولس هم نه په تکليف کېږي.

د هند په اړه عمران خان په خپلو خبرو کې وويل، چې حکومت ته راتلو سره سم يې هڅه کړې ده، چې د هند سره خبرې اترې وکړي او ټولې ستونزې ورسره د خبرو له لارې حل کړي، خو زياتوي چې هند ورته تراوسه پورې هېڅ مثبت ځواب نه دى ورکړى.

هغه زياته کړه، نوجوت سنګ سدهو موږ د همدې لپاره پاکستان ته راغوښتى و، چې هغه به بېرته هند ته ځي او له پاکستان څخه به هند ته يو ښه پېغام وړي، هلته به له خلکو سره خبرې کوي او هغوى به دې ته تياروي، چې موږ سره له نږدې کېني او د پاکستان او هند ستونزې ټولې د خبرو له لارې هوارې کړو.

تېره ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي هم ويلي و، چې له هند سره خپلې ټولې ستونزې د خبرو له لارې هواري او د دوه اړخيزې سوداګرۍ د بيا فعالولو په هڅه کې دي، خو هند ورته تراوسه پورې په دې اړه مثبت ځواب نه دى ورکړى، چې ايا هند هم له پاکستان سره خبرې کول غواړي او که نه.