The news is by your side.

سعودي عرب کې لومړى هندي فلم نندارې ته وړاندې شو

د هندي سينما د نوموتي فلمي ستوري اکشى کمار فلم (ګولډ) هغه لومړنى هندي فلم شو، چې په سعودي عرب کې نندارې ته وړاندې شو.

اکشى کمار د خپل فلم (ګولډ) په سعودي عرب کې نندارې ته وړاندې کېدو په اړه په خپل ټويټر وليکل، چې زه نن ډېر زيات خوشحاله يم، چې زما نوى فلم (ګولډ) د هندي فلمي تاريخ لومړنى فلم شو، چې په سعودي عرب کې نندارې ته وړاندې کېږي.

د اکشى کمار دا فلم تېره ورځ په سعودي عرب کې په سينماګانو وښودل شو.

(ګولډ) فلم د ريما کاغتي تر لارښوونو لاندې جوړ شوى دى او په دې فلم کې اکشى کمار او موني راى مرکزي رولونه لوبولي دي. د دې فلم کيسه د هند د خپلواکۍ ترلاسه کولو څخه څو کاله وروسته وخت ښايي، چې د هند د هاکي لوبډله له برېتانيې څخه طلايي تمغه ګټي. په دې فلم کې اکشى کمار د هاکي لوبډلې د کوچ رول لوبولى دى.

ياده دې وي چې د روان کال د مارچ په مياشت کې ٣٥ کاله وروسته په سعودي عرب کې پر سينماګانو بندېزونه ختم شول او په دغه هېواد کې نوې سينماګانې جوړې شوې، چې پنځه دېرش کاله وروسته يو انګليسي فلم په لومړي ځل په سعودي عرب کې نندارې ته وړاندې شو.