کپل شرما بيا راښکاره شو

کپل شرما هغه نوم دى، چې نه يواځې په هند کې ډېر زيات مينه وال لري، بلکې په نوره نړۍ کې او په افغانستان کې هم خپل ډېر مينه وال لري، خو روان کال کې نوموړى د ډېرو ستونزو ښکار شو، چې هر څه يې له لاسه ورکړل.

خو اوس تازه خبر دا دى، چې کپل شرما يو ځل بيا په ټلويزيون راښکاره کېږي.

هندي رسنۍ ليکي، چې تېره ورځ په يوه راپور کې ويل شوي دي چې کپل شرما يو ځل بيا د سوني ټلويزيون لپاره په يوې نوې مزاحيه خپروونې باندې کار کوي، چې د دېوالي په ورځ به نشر شي.

د کپل شرما نږدې سرچينې وايي، چې نوې خپرونه به ډېره خوندوره وي، خو تراوسه پورې دا پرېکړه نه ده شوې، چې دا د نوې خپرونې په توګه نشر شي او يا که د (دي کپل شرما شو) د دوهمې برخې په توګه.

کپل شرما چې څه وخت له ټلوزيون څخه ليرې شو، نو يې وزن ډېر زيات شوى و او د ناروغۍ ښکار شوى هم و، خو اوس د خپلې نوې خپرونې لپاره نوموړي يو ځل بيا هڅې پيل کړي دي، تر څو خپل وزن کم کړي.

د نوموړي په نوو انځورونو کې ښکاره کېږي، چې هغه د سمندر په غاړه ورزش کوي، تر څو يو ځل بيا د پخوا په څېر شي.کپل شرما ١

کپل شرما له دې مخکې په خپله هم منلې وه، چې د هغه وزن ډېر زيات شوى دى، خو هغه ويل چې هڅه کوي چې په ژوند کې بدلون راولي.

ياده دې وي چې کپل شرما په ټلويزيون ډېر ښه روان و، خو په يوه سفر کې يې د خپل ملګري سنيل ګروور سره جنګ وشو، چې نه يواځې سنيل ګروور بلکې دوه نورو ممثلينو يې هم ورسره د خپرونې کول پرېښودل او له هغې وروسته د کپل شرما بده ورځ پيل شوه.

اول د کپل شرما لومړۍ خپرونه بنده شوه، له خپلې ملګرې سره يې هم جنګ وشو، فلم يې هم ناکام شو او له هغې وروسته يې دوهمه خپرونه هم بنده شوه، چې دې کپل شرما له ډېرو ستونزو او ناروغيو ښکار کړ.