fbpx

سريلانکا د آسيا کپ لپاره لسيت ملينګا هم لوبډله کې شامل کړ

د آسيا کپ لپاره د سريلانکا کرکټ بورډ د خپلې ملي لوبډلې په ١٦ کسانو شامله لوبډله اعلان کړه، چې د نوموتي توپ اچوونکي لسيت ملينګا نوم هم پکې شامل دى.

لسيت ملينګا په وروستي ځل د خپل هېواد لپاره تېر کال په ستمبر کې د هند پر ضد لوبه کړې وه، چې له هغې وروسته نوموړى ان فټ شو.

په ياده لوبه کې چې په کولمبو کې ترسره شوې وه، لسيت ملينګا د ٣٥ منډو په بدل کې يوه ويکټ ترلاسه کړې وه، خو دا لوبه سريلاکا په ٦ ويکټو بايللې وه.

د سريلانکا کرکټ بورډ مسوولين وايي، چې پنځه دېرش کلن ملينګا په ډوميسټک کرکټ کې د سلېکشن کمېټې غړي له خپلې کارکردګۍ څخه متاثره کړل، نو ځکه يې هغه د آسيا کپ لپاره له لوبډله کې شامل کړ.

ملينګا د ٢٠٠٤ کال په جولاى مياشت کې د سريلانکا لپاره نړيوالې لوبې پيل کړې دي، چې تراوسه پورې يې ٣٠١ ويکټې ترلاسه کړي دي، همدا راز په شل اوريزو لوبو کې هم نوموړي ٩٠ ويکټې اخيستي دي.

د آسيا کپ لپاره د سريلانکا په لوبډله کې دا لوبغاړي شامل دي:

انيجليو ميتيوز (کپتان)، کوسل پريرا، کوسل مانډس، اپل تيرنګا، دنيش چندي مل، دانوشکا ګوناتليکا، تيسارا پريرا، داسن شناکا، دناجايا ډي سلوا، اکيلا دانانجايا، دلروان پريرا، اميلا اپونسو، کوسن راجيتا، سرنګا لکمل، دشمنتا چميرا، لسيت ملينګا

د ١٤م آسيا کپ پيل به د ستمبر په ١٥مه په عربي اماراتو کې وشي، چې لومړۍ لوبه به د سريلانکا او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د افغانستان لومړۍ لوبه بيا له سريلانکا سره په ١٧ او له بنګله دېش سره يې دوهمه لوبه په ٢٠ سپتمبر ترسره کېږي.

په بي ګروپ کې له افغانستان او سريلانکا پرته بنګله دېش لوبډله هم شامله ده.

په اې ګروپ کې بيا هند، پاکستان او د کواليفاير لوبو بريالۍ لوبډله لوبېږي.