The news is by your side.

کرن جوهر له مېړوخې کرينې سره واده کول غواړي

د هندي سينما د ستر فلمي شرکت (دهرما پروډکشن) مشر، فلم جوړونکي او ممثل کرن جوهر هغه وخت خلک حېران کړل، چې له مېړوخې کرينه کپور خان سره يې د واده کولو ارمان وکړ.

نوموړي له يوې انلاين رسنۍ سره خبرې کولې، چې کله ترې وپوښتل شول، له کومې فلمي ستورې سره واده کول غواړي، نو کرن جوهر د کرينه کپور خان نوم واخيست.

د هندي فلمونو نوموتې ستورې کرينه کپور خان چې د سېف علي خان مېرمن ده او د يو ماشوم مور هم ده، د کرن جوهر له نږدې دوستانو څخه هم ګڼل کېږي.

د هند (انډيا ټوډى) ورځپاڼې د يو راپور تر مخه، کرن جوهر او کرينه کپور خان ډېر نږدې ملګري دي او مخکې يې ډېر وخت هم يو ځاى تېر کړى دى. په راپور کې ليکل شوي دي، چې کرن جوهر مخکې هم يو ځل له کرينه کپور خان سره د واده کولو ارمان کړى و.

مرکه کوونکې انيتا شروف چې کله له کرن جوهر څخه د کرينه کپور سره د واده کولو لامل وپوښت، نو کرن جوهر ورته وويل، چې هغه يوه ډېره ښه ملګرې ده او له هغې سره به ژوند ډېر تېر شي.کرينه، سېف او تېمور

کرن جوهر همدا راز د مرکې پر مهال وويل، چې د کرينه کپور په اړه د هغه د ترور زوى او نوموتى فلمي ستورى رنبير کپور ډېر معلومات لري. رنبير کپور ته نه يواځې دا چې د کرينه کپور د موبايل شفر (پاسورډ) معلوم دى، بلکې د هغې د ټولنيزو رسنيو د اکاونټونو پاسورډونه هم ورته معلوم دي.

هغه وويل، رنبير کپور د کرينه کپور له هر ښه او بد عادت څخه خبر دى.

بلخوا کرينه کپور خان وايي، چې له خپل ماشوم زوي او مېړه سره ښه خوشحاله دي.

ياده دې وي چې کرن جوهر يو له هغه کسانو څخه دى، چې تراوسه يې واده نه دى کړى، خو نوموړي په ٢٠١٧ کال کې ځينې ماشومان د کرايي خېټې په واسطه زېږولي دي او اوس د هغوى پالنه او ساتنه په خپله کوي.