The news is by your side.

شمالي ټلواله او پښتانه مشران!

ليکوال : احمد شاه ساحل

د دې نظام څخه چې څوک هم د خپلې سياسي بقا په خاطر لاس په سر شوى، نو نېغ يې د شمالي ټلوالې (لنډغرو) صف ته ځان رسولى او له هغوى سره يې يو ځاى ولسمشر او په ټوله کې نظام ننګولى، خو ځينې يې چې بيا د ټلوالې دروازه ور ونه ټکوي؛ نو په هغوى پسې بيا خپله ټلواله راشي او په يو ډول يې د غني او حكومت خلاف؛ پخپل صف کې ودروي، تر څو له يوې خوا د دوى صف قوي شي او له بلې خوا يې ولس ته مشروع ثابت کړي.

زه به يې د همدې روانو مياشتو مثالونه درکړم.

لومړى ـ د حکمتيار د خپلولو هڅه:

په کومه ورځ چې ولسمشر له حکمتيار سره د سولې خبرې پيل کړې، له هماغه ورځې ټلوالې، د مختلفو ادرسونو څخه په استفادې د دې سولې مخالفت وکړ؛ او په دې لاره کې يې د خنډونو جوړولو ډېرې هڅي وکړې، خو چي کله پخپلو هڅو کې ناکامه شول او د سولې پروسه په کاميابۍ ترسره شوه؛ نو بيا يې هم خپله کينه او مخالفت پټ نکړ او د سولې په مراسمو کې غېر له ډاکټر عبدالله عبدالله، نور د ټلوالې هيڅ يو غړي هم ګډون ونه کړ، چي دا يې هم د نه رضايت نښه وه. که څه هم د ټلوالې مشران په حكومت کې هم پر لوړو مسوليتي څوکيو ناست و، لکه احمد ضيا، دوستم، عطا، محقق، صلاح الدين او نور… چې د چارواكو په توګه يې په مراسمو کې ګډون کول مسوليت جوړيده؛ خو بيا يې هم ګډون ونکړ.

دا چې ولې؟ ښکاره ده؛ د نورو ګڼو لاملونو ترڅنګ، دوى نه غوښتل چې د ولسمشر غني او په ټوله کې د دې دولت يو مخالف/دښمن راکم شي او نه يې هم غوښتل، چې د دوى په څېر دې حکمتيار هم د کابل اکسيجن تنفس کړي؛ ځكه دوى حکمتيار د ځان لپاره يو سرخوږى باله.

خو د دې هر څه باوجود همدا ټلواله د نوموړي د راتګ څخه يو کال وروسته؛ ورغله، د نظام د مخالفت او په خپل نجس صف کې د دريدنې غوښتنه يې ځينې وکړه، چې له بده مرغه حکمتيار هم ومنله او له دوى سره يې يو ځاى؛ ځان د لنډغريزم دايرې ته ور وغورځوئ.

له دې وروسته حکمتيار د غني ټول ښه (چې نوموړى يې د غره/پټنځاى څخه ښار ته راوستئ، له پټ پټوني حالته يې راويستئ، د ولس منځته يې راوستئ، له تور ليسته يې بهر کړى) هېر کړل او نن سبا يې خپله او هم پخپل نااهله زوى؛ د غني مخالفت ته ملا تړلې.

لنډه دا چې ټلواله د حکمتيار په خپلولو کي بريالۍ شوه؛ د نوموړي او ولسمشر ترمنځ يې جلاوالى رامنځته کړ او په ټوله کې يې دوه پښتانه سره بيل کړل؛ همدا شان يې د پښتني قوم ترمنځ نسبي نفاق رامنځته کړ.

دا چې حکمتيار بيا ولې دا کار وکړ؟ دا ډېره واضح ده! يعنې ټلواله، حکمتيار او نور مجاهدين؛ دا ټول د يوې کوطۍ زامن دي، که هر څومره سره خپه شي، خو بل ته بيا هم سره يو موټى وي؛ يعنې د خپلو مشترکو ګټو لپاره تل؛ خپل مشترک دښمن په مشترکه توګه ډبوي.

دوهم ـ د حنيف اتمر د خپلولو هڅه:

د اتمر سره بيا ټلوالې د دې نظام پيل لا په بدو کې راپيل کړى، هره ناځوانه پيښه يې پر اتمر ورغورځوله، د هر ناورين مسول يې اتمر ګاڼه… دا په دې معنا نه، چې ګواكې د ټلوالې په وطن زړه خوږيده، بلكې اتمر يې د پښتونوالې په خاطر په سترګو کې ازغى و. همدا شان اتمر په ملي امنيت کې د دوى د هغو ټولو نااهلو مقرريو مخه نيولې وه، کومې چي دوى هر سهار کولې، نو ځكه يې په وار وار د اتمر د استعفا او ګوښه کيدو غوښتنې وکړې، خو کله چې اتمر د توقع خلاف په يو بل وخت کې؛ په خپله خوښه استعفا وکړه او د يو نيمو په خوله له ولسمشر سره يې مخالفت پيدا شو، نو ټلوالې بيا خپله لوبه شروع کړه؛ يعنې هغې ټلوالې چې پرون يې د اتمر د غورځولو هڅې کولې، نن له موقع څخه په استفادې، د نوموړي د راخپلولو په خاطر له هغه (اتمر) سره يې غم شريکۍ پيل کړې. دلته بيا هم د ټلوالې هدف د اتمر سره خواخوږي نه؛ بلكې د نوموړي او ولسمشر ترمنځ د لا بېلتون رامنځته کول او خپل صف مضبوتول دي.

تاسې فکر وکړئ!

امرالله صالح، عبدالله، فوزيه کوفي او نور، چې پرون يې د اتمر په خلاف په کابل کې خيمې وهلې وې او د نوموړي د استعفا غوښتنه يې کوله؛ اوس يو وايي چې له اتمر سره ظلم شوى، بل وايي چې د اتمر په تګ به هېواد بحراني شي، بل يو څه او بل څه…؟ خو هغه د پرون انګولا يې بيا هېرې کړې، او د خپلو شخصي ګټو لپاره يې نن اتمر ښه سړى وګاڼه. ځكه نن په دې کار کي د دوى ګټه ده. اوس نو سړى څه؟ چي حېوان! لا حيران شي، چې پرون مو څه ويل او نن بيا څه…!!!؟ څنګه اتمر داسې يو دم له بد نه ښه شو!!!؟

خو دوى د دې سوالونو د ځوابونو په کيسه کې نه دي؛ بس صرف پخپلو هدفونو پسې ځي، چې هغه د ولسمشر غني يوازې کول، نوموړى پخپلو پلانونو کې ناکامول او په نيم هېواد کي د ناورين رامنځته کول دي، چې دا کار يې دمګړى بريالى هم دى او اوس غواړي چې په يو ډول اتمر هم خپلې نجسې او لنډغرې ډلې ته راولي، له غني سره يې دا مجازي مخالفت په حقيقي مخالفت بدل کړي او په دې منځ کې لکه نور وختونه، خپل پسونه چاغ کړي.

له دې ټولو څخه د شمالي ټلوالې يوازينى هدف؛ د غني او د دې هېواد د پرمختګ په وړاندې خنډ جوړول او په ټوله کې د پښتنو مشرانو ترمنځ نفاق پيدا کول دي. تر څو د اقليت او اکثريت خبره مطرح نه شي، تر څو د دوى په واسطه د ترسره شوو، ماضي او حال غير قانوني کړنو پوښتنه له دوى ونه شي، تر څو د دې هېواد محروم، مظلوم او اکثريت پښتون قوم، همداسې په جنګ کې پاته او له علمه ليرې اوسي، تر څو پښتون قوم د خپل حق غوښتلو چل زده نه کړي؛ چې په پايله کې به يې دوى همداسې په حقونو کې مزې او چړچې جاري وساتي.

پښتنو! ځار مو سم ځانونه وژغورئ!!!