The news is by your side.

په یوالي کې مو عزت او پياوړتيا نغښتې ده!

یووالی تر هر څه لوی ځواک دی او اختلاف ترټولو لویه کمزوري ده ځکه خو په اسلام کې په هرقیمت د یووالي د ساتلو امر شوی دی یعني که د ډېر زیات تاوان په ورکولو یووالی ټینګیدلی شي نو دا زیات تاوان دې ومنل شې خو یووالی دې له لاسه نه ورکول کیږې

د اسلام په مقدس دین کې چه مانا یی سوله، اتحاد او ورورولي ده، هر ډول دهشت، ویره او ډار اچونه حرام ګڼل شوي دي نو پس پوه شي چې  د  اسلام دین انسانان سولې، خواخوګې، او یوالي ته رابولي.

انسان هغه اشرف المخلوقات ده چه تر نورو ټولو ژوندیو مخلوقاتو غوره او له کراماتو ډک خلق شوی ده.

خداې (ج) مونږ ته عقل او شعور راکړی تر څو ښه او بد وپیژنو او د سمو او ناسمو اعمالو فرق وکړو، په خپل خلقت کی فکر وکړو او پدی پوه شو د څه لپاره پیدا شوي یوو او زمونږ هدف پدې نا چیزه دنیا کې څه ده.

برسیره پر دې مونږ مسلمانان یوو او د اسلام دین (چه تر نورو ټولو ادیانو غوره او کامله دین ده) زمونږ اصلي لارښود ده.

زمونږ اصلي هدف پدی دنیا کې د اسلامي اوامرو او احکامو تر سیوری لاندې د مینی، سولې او ورورولۍ په فضا کې ژوند کول دي. مونږ باید د اسلام ټول احکام او اوامر ومنو او په ورځني ژوند کې د ُخپل لارښود پیغمبر محمد (ص) د پاکی لاره پیروي وکړو

په قران کریم او نبې حدیثو کې هم په یوالي باندې ټينګار شوي دي ..

قران کریم په ښکاره مؤمنانو ته اعلان وکړ ي :

يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ. الحجرات

۱۳
ژباړه: اې مؤمنان! موږ – تاسې ( ټول) له یوه نارینه او ښځې پیدا کړي یاست او د دې لپاره مو قومونه او قبیلې وګرځولئ چې سره وپیژنئ ( کنه) د الله تعالي په وړاندې ستاسو ډیر عزتمن هغه څوک دی چې ډیر تقوا لرونکی وي، بې له شکه الله تعالی ښه پوه او باخبر دی.

.
دغه راز رسول الله صلی الله علیه وسلم اعلان وکړ چې : و عَنْ أَبِي نَضْرَةَ قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : ( يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَلَا إِنَّ رَبَّكُمْ وَاحِدٌ وَإِنَّ أَبَاكُمْ وَاحِدٌ ، أَلَا لَا فَضْلَ لِعَرَبِيٍّ عَلَى أَعْجَمِيٍّ وَلَا لِعَجَمِيٍّ عَلَى عَرَبِيٍّ وَلَا لِأَحْمَرَ عَلَى أَسْوَدَ وَلَا أَسْوَدَ عَلَى أَحْمَرَ إِلَّا بِالتَّقْوَى. رواه أحمد

ژباړه: امام أحمد له ابي نضره نه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې خلکو! خبر اوسئ! په یقین سره ستاسو رب یو دی او په یقین سره ستاسو پلار هم یو دی( یعني ټول د یوه پلار آدم علیه السلام زامن یاست) خبر اوسئ چې هیڅ عرب په عجم او نه عجم په عرب بهتري لري اونه سور په تور او نه تور په سور فضیلت لري مګر په تقوی سره (یعني د بهترۍ معیار قوم او رنګ نه دی بلکې تقوی ده).

یو واقعي مسلمان همیشه مهربانه وي او په ټولنه کې د وګړو سره ښې اړیکې ساتي او په هر وخت کی د سولې، مینې، ورورولۍ او صله رحمۍ فکر ورسره وي.

زمونږ ستر پیغمبر محمد(ص) د انسانو تر منځ جنګ، نفاق، نفرت او وهشت په واضح توګه سره منع کړی او همیشه یی د انسانانو تر منځ د سولې، یوالي او مینې لارښونه کړې چه په یوه مبارک حدیث کی فرمایی (( الله (ج) په خپلو هغو بنده ګانو مهربانه او رحیم ندې، کوم چې دوی په خپل منځ کې له یو بل سره مهربانه نه وي)). او په یو بل مبارک حدیث کې یې هم مسلمانانو ته لارښونه کړې او فرمایي چه تاسو نه یواځې په خپل منځ کې مهربانه اوسﺉ بلکې په ټولو ژوندیو مخلوقاتو مهربانه اوسﺉ او ټینګار یې کړی چه مونږ باید د ځمکی پر مخ پر ټولو ژوندیو مخلوقاتو مهربانه اوصله رحمه واوسو تر څو الله (ج) له مونږ نه راضي وي او په مونږ خپل رحم او مهرباني وکړي.

نو راځم دي چې افغان ملت يو مسلمان ملت دي او باید يو موټي اوسي ځکه لکه پورته مې چې ذکر کړل قرانکریم او نبوي حدیثو کې په یوالي ټينګار شوي ، او بیا موږ افغانانو ته یوالي يو اشدې ضرورت دي ، ځکه چې موږ  د کورنۍ او بهرنیو زلیله دښمنانو سره مخامخ يوي ، دلته مې طالبانو ته هم وړاندیز دا دي چې رښتیا هم تاسو د افغان بچي یاست او دغه خاوره او اوسیدونکي درته خپل ښکاري نو له دغه  فرصته ګټه واخلي او راشئ د سولې خبرو ته کینئ ځکه په قراني ایاتونو او نبوي حدیثو کې زیات ټينګار په سوله او یوالي شوي دي سوله وکړي او د هیواد د ابادۍ او بهبود لپاره دنورو افغانانو سره يو ځاي ملا وتړي ، ترڅو يوالي قایم او موږ او تاسې د پردیو له دسیسو په امن کې شو .

زما په ټول افغان ملت هغه که په هر ژبه خبرې کوي او د هر سمت اوسیدونکي وي غږ دا دې چې نورو وخت راسیدلي چې موږ ټول افغان ملت سره یو شوي او د پردیو او دښمنانو پروړاندې ودریږو ، نور باید د پردیو د شومو دسیسو ښکار نه شو .

د يو موټي افغانستان په هیله

لیکوال : مدثر شینواري