زه نو د څه شي معيوب يم؟

«اووه- اته سوه افغانۍ په ټکسي کې پیدا کوم؛ له کاله یوسل و شل زره افغانۍ د پښې پرې کېدو په خاطر را کوي؛ معاش مې هم نه دی قطع شوی؛ ځه! دا یې معاش هم قطع! تقاعد خو مې را روان دی؛ نو زه د څه شي معیوب یم؟ او خلک ولې باید را ته معیوب ووایي؟
په دې وطن کې ښه تکړه تحصیلکرده ځوانان ګرځي، له بېکارۍ یې زاره چوي، مګر زما یوولس اولادونه او دوې ښځې دي؛ د هیڅ شي کمی نه لرم؛ پښه مې لږ- لږ خوږیږي، دا به هم ښه شي؛ همت ښه شی دی؛ زه به هله معیوب شم، که مې همت وبایلود او د پښې پرې کېدو ته مې تشویش وکړ.»
دا د ۴۳ کلن مشتاق خبرې دي چې اته کاله یې د هلمند په مارجه، نادعلي، ناوه، ګرمسیر او… ولسوالیو کې، د پولیس په صفت، د جنګ پر لومړیو اورنیو و خونړیو کرښو د افغانستان بې امانه دفاع وکړه؛ بالآخره یې درې میاشتې مخکې، په مارجه ولسوالې کې کیڼه پښه ماین والوزوله.
ماځیګر، پنځه بجې، له دفتره تر را وتو وروسته، په تایمني څلور لارې کې، د سپین سراچه ټکسي د مخ سیټ ته وختم؛ دوهم ځوان مې هم څنګ ته کښېناست، ویل په تکلیف نه شې، ما ویل راځه، هیڅ تکلیف نشته!
ټکسیوان را وکتل، ویل: «د بازوګانو لکړې کاروه، دا د بغلو دا دې کمزوری کوي؛ ما تجربه کړې ده؛ زما هم پښه پرې ده!» له دې سره مو بانډار تود شو؛ کیسه یې جالبه وه:
«چې له روغتونه را ووتم، نو له کوره دباندې به، ډېر په تکلیف ګرځېدم، خو له حرکته مې ځان نه اچاوه؛ ډېر به لوېدم، غوځارېدم؛ زخمي به شوم؛ یووار مې پزه ماته شوه؛ بیا مې ګوته ماته شوه؛ بله ورځ لښتي ته ولوېدم، چپه تشی مې سخت خوږ شو؛ مګر له ځان سره مې ویل چې باید معیوبیت ته تسلیم نه شم او پر یوه پښه له ګرځېدو سره ځان عادت کړم؛ په دې یوه پېښه، یوه درد او یوه زخم مې هم کور نه دی خبر کړی؛ ولې باید خپله کورنۍ، د ځان په باب، په تشویش کې واچوم؟
چې هر څومره درنه سودا مې را اخیستې وي، ګاوندیان یا اولادونه مې مخې ته راشي، راڅخه اخلي یې، خو زه یې نه ور کوم؛ نه باید زه او نه هم بل څوک ووایي چې زه معیوب یم؛ همت ښه شی دی!
څو ورځې مخکې، د شپې ناوخته، درې سواریان ټکسي ته را وختل؛ لرې یې یوې بندې کوڅې ته ور برابر کړم؛ یوه یې پر دا ټېک په سوک ووهلم؛ ګنکس یې کړم؛ بیا یې له موټره لاندې، د یوې کثافتدانۍ بېخ ته ور وغورځولم؛ لکړې مې دلته په موټر کې پاته شوې؛ چاقو مې ور سره ولید، فکر مې وکړ چې وژني دي او کثافتدانۍ ته دې غورځوي؛ موټر ته یې حرکت ور کړ چې بیرته یې را وګرځوي؛ توپنچه مې را وکښه؛ درې ټکان مې پر وکړل؛ موټر مې پر ټیر او دوه ځایه نور وویشت؛ غله وتښتېدل؛ د حوزې مؤظفین راغلل، حوزې ته یې بوتلم، چای یې راکړې، ډېر یې ونازولم.
اوس وختي کور ته ځم؛ له دې بېرې نه، چې مړ به شم؛ په دې چې اولادونه به مې یتیمان شي؛ چې له روغتونه را ووتم، څلور کلنې لور مې را ته وویل چې پلاره! جوړ شوې؟
ما ویل هو!
ویل نو پنځه سوه افغانۍ راکړه!
ستونی مې را ډک شو؛ په زړه کې را تېره شوه، که مړ وای، چا ته به یې د «راکړه!» ویل؟»
دلته مې، دې زړه خوړونکو مسلسلو خبرونو، په روح کې د درد چړیکې لېونۍ کړې چې د امنیتي ځواکو تلفات په هېښوونکې توګه زیات شوي؛ ما ویل چې د هغوی اولادونه به چا ته وایي چې: «راکړه!»
مشتاق اصلاً د پنجشېر ولایت، د خنج ولسوالی وو او کلونه یې په هلمند کې، د وطن دوښمن ته، د سر په کاسه کې اوبه ور کړي؛ هره شېبه یې د ژوند په قمار کې، د سر بایلو احتمال په خورا لوړه کچه کې وو، خو قسمت وو چې په پای کې یې، یوازې یوه پښه بایلوده، مګر زموږ د وطن د مایوسیو، شکایاتو او ناخوښیو، د بې پایه توپانو په بطن کې، د یوه پولیس، د یوه قرباني او د یوه وطنوال دومره رضایت، دومره همت، دومره مراعت او ژوند ته دومره خوشبینانه قناعت، واقعاً الهام بخښونکی وو!
خاطره، ۱۱ سنبله ۱۳۹۷، کابل
ليکوال: محمد يار يار