کور پاڼه / جالب / د ګوګل سرچ پټ رازونه درته معلوم دي؟

د ګوګل سرچ پټ رازونه درته معلوم دي؟

که چېرته تاسو د انټرنېټ سره بلد يئ او يا انټرنېټ کاروئ، نو له ګوګل پرته مو ګوزاره ګرانه ده. په ميليونونو خلک هره ورځ د ګوګل سرچ انجن يا ګوګل لټون څخه ګټه پورته کوي او چې څه غواړي نو دلته يې لټوي، خو د ګوګل سرچ يا لټون له پټو رازونو به ډېر خلک نه وي خبر، چې ستاسو لپاره ډېر خوندور دي.

که چېرې تاسو له دې رازونو خبر شئ، نو خپل ملګري هم د ګوګل سرچ په دې رازونو حېرانولاى شئ، نو راځئ چې د ګوګل سرچ هغه رازونو باندې ځان پوه کړو، چې ډېرى خلک ترې نه دي خبر.

د اټاري لوبې څخه خوند واخلئ:١ اټاري لوبه

ګوګل سرچ ته لاړ شئ او بيا هلته د انځورونو په نښه باندې کلک وکړئ، بيا په سرچ يا لټون باکس کې وليکئ (Atari Breakout) نو چې کوم انځورونه درته راښکاره شي، هغه ټول به په بېلا بېلو رنګونو واوړي او د بلاکونو بڼه به خپله کړي او داسې به تاسو د ١٩٧٠ز له يوې ډېرې پخوانۍ لوبې څخه خوند واخلئ.

سوليټير لوبه:٢ سوليټر لوبه

که چېرته تاسو ګوګل ته لاړ شئ او هلته په سرچ کې وليکئ (Solitaire) نو تاسو به د ونډوز تر ټولو خوندورې لوبې څخه خوند واخلئ.

بيا بيا ځلې يوه کلمه:٣ بيا بيا ځلې تکرار

که چېرته تاسو د ګوګل په لټون کې وليکئ (recursion) نو تاسو به په داسې يوې لوبې کې ونښلئ، چې وتل به مو ترې ګران وي. لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده چې د recursion مانا ده، بياځلې يا تکرار، نو ګوګل به تاسو ته همدا خبره بيا بيا کوي چې (did you mean recursion?). دا د هغه خلکو لپاره خوندوره ده، چې خپل ملګري پرې تنګ کړي.

ټک ټاک ټوى:٤ ټيک ټاک ټوى

که چېرته مو په ګوګل لټون ځاى کې وليکل (tic tac toe) نو له دې خوندورې لوبې څخه به خوند واخلئ، دا له ګوګل سره هم کولاى شئ او له ملګرو سره هم.

پچه:٥ پچه

که چېرته په يوه ستونزه کې راګېر يئ او پرېکړه يې نه شئ کولاى، نو بيا تاسو په دې لړ کې هم د ګوګل څخه مرسته ترلاسه کولاى شئ، بس ګوګل ته لاړ شئ او په لټون ځاى کې وليکئ (flip a coin) نو دلته به تاسو خپله پرېکړئ په اسانۍ وکړئ.

لټول شوي شيان ورک کړئ:٦ پلټنځاى ورک کړئ

که چېرته تاسو په ګوګل کې وليکل (zerg rush) نو له بره څخه به o راروان شي او ستاسو لټول شوي شيان به يو په يو له پاڼې څخه ورکوي او بيا به ستاسو مخې ته يواځې سپينه پاڼه پاتې شي.

رول اى ډاى:٧ رول اى ډاى

همداسې تاسو کولاى شئ چې ګوګل ته لاړ شئ او هلته وليکئ (roll a die) نو ډاى يا چکه چې شپږو خواو ته اوړي، کارولاى يې شئ.

ګوګل پاڼه کږول:٨ ګوګل پاڼه کږه کړئ

که چېرته تاسو د ګوګل په لټون ځاى کې وليکل (askew) نو ستاسو د ګوګل پاڼه به لږه شان کږه شي، چې ملګري پرې حېرانولاى شئ.

د څاروو غږونه واورئ:٩ د څاروو غږونه واورئ

ګوګل ته لاړ شئ او هلته په لټون ځاى کې وليکئ (what sound does a dog make) نو ستاسو مخې ته به څاروي راشي او د هغې غږونه اورېدلاى شئ. دلته د سپي، غوا، کب، شادو، بانګي، ګډ او نورو څاروو غږونه اورېدلاى شئ.

ستن راوستل:١٠ ستن راولئ

که چېرته مو په ګوګل کې وليکل (festivus) نو ستاسو د لټون سره به سم د نورو پوسټونو تر څنګ يوه لويه ستن هم راښکاره شي، چې چپ خواته به ولاړه وي.

د پوښتنو او ځوابونو لوبه:١١ د پوښتنو او ځوابونو لوبه

ګوګل ته لاړ شئ او هلته وليکئ (fun facts) نو ستاسو مخې ته پوښتنې او ځوابونه راځي، د Ask Another Question په کلک کولو سره به درته نورې پوښتنې هم راځي.

د ګوګل لومړۍ بڼه وګورئ:١٢ د ګوګل لومړۍ بڼه وګورئ

کله چې تاسو ګوګل ته لاړ شئ او هلته وليکئ (Google in 1998) نو د ګوګل بڼه به په خپله د ګوګل لومړۍ بڼې ته واوړي، کله چې ګوګل پيل کړى و، نو دغه يې لومړۍ بڼه وه.

سوپر ماريو:١٣ سوپر ماريو لوبه

همدا راز چې تاسو ګوګل ته لاړ شئ او هلته (Super Mario Bros) وليکئ، نو د انځورونو تر څنګ به ښي خواته د انځورونو نه ښکته هماغه ډول بټن ستاسې مخې ته راشي، کومه چې په لوبه کې ده، کله چې په دې کلک وکړئ، نو د لوبې په څېر غږ به درته راشي.

سوپر سونيک:١٤ سوپر سونيک لوبه

همداسې تاسو په ګوګل کې وليکئ (Sonic the Hedgehog) نو د انځورونو لاندې به درته د دغه لوبې کردار هم راشي، چې د موږک په مرسته ورته حرکت ورکولاى شئ.

پېک مېن:١٥ پيک مېن لوبه

که چېرته مو په ګوګل کې (Pacman) ولټاوه، نو هم د ګوګل په پاڼه له دې لوبې څخه خوند اخيستلاى شئ.

پيجيټ سپينر:١٦ فيجيټ سپينر لوبه

که چېرته ستاسو د تېر کال مشهوره لوبه خوښېږي، نو بيا په ګوګل کې (spinner) وليکئ او له دې لوبې همدلته خوند واخلئ.

بې انټرنېټه کېدونکې لوبه:١٧ له انټرنېټ پرته لوبه

که چېرته ستاسو په کمپيوټر يا موبايل کې انټرنېټ کار نه کوي يا هم خلاص شوى وي، نو چې ګوګل ته لاړ شئ او هلته يو څه ولټوئ، نو د انټرنېټ د نشتوالي ايرر به درته راشي، دې سره به همداسې درته يو وړوکى شان ډايناسور هم راښکاره شي، چې له انټرنېټ پرته دا لوبه کولاى شئ.

ډو اى بيرل رول:١٨ ډو اى بيرل رول

د ګوګل پاڼې ته لاړ شئ او هلته وليکئ (do a barrel roll) نو بيا به په ګوګل کې دا راز هم معلوم کړئ او جادو به وګورئ، چې څنګه ستاسو پاڼه دوه ځل تاوېږي.

دا و د ګوګل پلټنځاى هغه پټ رازونه، چې مو له تاسو سره شريک کړل، په دې هيله چې له دې مو خوند اخيستى وي او خپل ملګري هم پرې حېران کړئ. هيله ده چې له خپلو ملګرو سره هم دا ليکنه شريکه کړئ.

بیا وګوره

٥ څيزونه؛ چې دنده ترلاسه کولو کې درسره مرسته کوي

دنده پېدا کول څه اسان کار نه دى او بيا هغه وخت چې يو کس …

جولي: جنسي تاوتریخوالی بند کړی

د هالیووډ مشهوره ستورې انجلینا جولي او د ناټو سرمنشي د افغانستان په څېر جګړه …