The news is by your side.

جنیوا کې هم پر افغانستان مرستې کمیږي

خبریال ویبپاڼه/ پ پام کې ده جنیوا کنفرانس کې نیوال مرستندویان افغانستان سره خپلې مرستې اعلان کړی خو داځل به تر پخوا دا مرستې کمې وي ځکه د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام دا خبر ورکړی

د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام خبر ورکړی چې دجنیوا غونډه کې به مرستندویه هېوادونه له افغانستان سره خپلې مرستې خورا کمې کړي د مرستو د کمولو لامل به دا وي، چې د کرونا وبا له کبله ناورین د مرستندویه هېوادونو خپل اقتصاد ځپلی، او نسي کولای چې افغانستان ته د پخوا په شان مرستې ورکړي

د پراختیايي پروګرام ویلي چې ګڼو هېوادونو په خپلو ناخالصو تولیداتو کې شل سلنه کموالی راوستی ځکه نو داسې مالومیږي چې ډیری هېوادونه ډيري پیسې د کرونا سره پر مبارزې لګوي

پر همدې مهال د افغانستان د مالیې وزارت ویلي چې تراوسه داسې څه نسته چې له مخې یې مرستندویه هېوادونه خپلې مرستې کمې کړي

تراوسه پوري افغانستان خپل کلني عاید زیاته اندازه د بهرنیو مرستو پر مټ پوره کوي او دولت ادعا کوي چې د ځان بسیاسنې پر لور روان دی او افغانستان به په نژدې کلونو کې هغه هېواد وي چې خپل کلني عاید به وکړایسي په خپله پوره کړي

په دولت کې دننه لوی فساد هغه څه دي چې خلک او ملت يې اندېښمن کړی او وا يي چې  هر وخت نړیوالې  مرسته سویو پیسو کې فساد کیږي

دوه ورځې وړاندې طالبانو هم د جینوا د مرسته کیدونکو پیسو په هکله ویلي وو، چې له دولت سره مرسته سوې پیسې د څو مشخصو اشخاصو جیبونو ته ځي نو ځکه مرسته کوونکي هېوادونه دي خپلې مرستې له طالبانو سره په همغږۍ له افغان ملت سره وکړي.

تراوسه مالومه نه ده چې د جینوا د کنفرانس له لارې چې په ژنیو کې ترسره کیږي د افغانستان سره په مرسته کې څومره کمښت رامنځ ته سي

کچیري نړیوالې  مرستې کمې سي نولیري نه ده چې له دې نا امنۍ سره ملګری اقتصادي بهران به افغانستان نور هم کمزوری کړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.