fbpx

عارف علوي د پاکستان ديارلسم ولسمشر شو

پاکستان کې د ولسمشر د ټاکل کېدو لپاره نن د پاکستان په سنا، قامي او ايالتي اسمبليو کې ټاکنې ترسره شوې، چې پکې د حکومت کانديد عارف علوي د پاکستان ديارلسم ولسمشر وټاکل شو.

د ولسمشر د ټاکنو لپاره د تحريک انصاف ګوند (چې اوس په حکومت کې دى) له خوا عارف علوي کانديد و، پيپلز ګوند اعتزاز حسن او د اپوزيسيون نورو ګوندونو بيا مولانا فضل الرحمان د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره کانديد کړى و.

د پاکستان په سنا او قامي اسمبلۍ کې په ٤٣٠ رايو کې عارف علوي ٢١٢، مولانا فضل الرحمان ١٣١ او اعتزاز حسن ٨١ رايې ترلاسه کړې.

په سند ايالت کې بيا اعتزاز حسن ١٠٠، عارف علوي ٥٦ او مولانا فضل الرحمان ١ رايه ترلاسه کړه.

په خېبر پښتونخوا ايالت کې عارف علوي ٧٨، مولانا فضل الرحمان ٢٦ او اعتزاز احسن ٥ رايې واخيستې.

په بلوچستان ايالت کې عارف علوي ٤٥، مولانا فضل الرحمان ١٥ او اعتزاز حسن هېڅ رايه ترلاسه نه کړه.

په پاکستان کې حکومت د تحريک انصاف ګوند دى، چې هغوى له خپل ګوند څخه عارف علوي کانديد کړ، خو د اپوزيسيون ګوندونه تر وروستۍ ورځې پورې په يوه کانديد سلا نه شول، نو همدا لامل و، چې دوه لويو ګوندونو، پيپلز ګوند او مسلم ليګ ن ګوند خپل خپل کانديدان ودرول او لامل يې دا شو، چې د دواړو ګوندونو کانديدانو بايېلوده او د تحريک انصاف ګوند کانديد عارف علوي د پاکستان ديارلسم ولسمشر وټاکل شو.

ياده دې وي چې له دې مخکې د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن و، چې د مسلم ليګ ن ګوند سره يې اړيکې درلودې او په هماغه وخت کې ولسمشر ټاکل شوى و.