The news is by your side.

د سپین بولدک ولسونو د پاکستان هیلې ماتې کړې

خبریال ویبپاڼه/ خوست او  کندهار له پاکستان سره اوږدي پولي لري او ښايي چې دا هېوادکوښښ وکړي چې خپلې اغزې خو په دې ولایتونو کې وساتي او عقلا د دې سیمواوسیدونکي خو باید پاکستان پر ضد خپل ږغ لوړ نکړي خو عجبه وسوه د همدې سیمو اوسیدونکو تر ټولو افغان ولس د پآکستان او عمرانخان څخه نفرت څرګند کړ او و يې ویل چې پآکستان دوه مخی دی او وي به

تیره ورځ د پاکستان لومړی وزیر عمرانخان کابل ته راغلی دولت يې ډير عزت وکړ او ان د کابل په واټونو کې د پاکستان بیرغونه هم نصب سول خو خلکو له عمرانخان او بیرغ دواړو نفرت وکړاو د هغه راتګ یې هیڅ ښه ونه باله عمرانخان یو څو د درغو وعدې هم وکړې ارګ کې يې په وړاندې چکچکې هم وسوې خو ولس په باشعوره توګه خپل مسؤلیت ادا او د پاکستان د هرې ناروا مقابل کې يې ږغ اوچت کړی د سپین بولدک ولسوالۍ وړو او زړو د پاکستان د دوه مخې او شیطاني سیاست او پالیسۍ په وړاندې خپل ږغ په نره اوچت کړ او د هغه سفر يې افغانستان ته د پاکستان له نمایشاتو څخه یو وباله خو لکه چې څنګه چې وسول داسې باید نه وای سوي د سپین بولدک د خوست او نورو  ولایتونو سره یوځای ټول افغان  ولس خپل ږغ او موخې په یوه ږغ سره اوچتې کړې وای د لته د هر فرد مسؤلیت دی چې د ناروا وو په وړاندې خپل ږغ اوچت کړي سپین بولدک ولسونو یوه تاریخي کارنامه ترسره کړه که څه یوه ولسوالي خو د پاکستان يې هیله ورماته کړه د ټول افغانستان په کچه پاکستان باید د سپین بولدک خلکو ته تمه کړې وای چې د عمران سفر که يې ښه نه باله نو غندنه خو يې باید نه وای کړې.

خو د سپین بولدک ويښو ولسونو ټولې غوښتنې فرمایشونه او وړاندیزونه شاته پرېښودل را ووتل او د دې دوه مخې  هېواد په وړاندې يې په نره خپل ږغ ( پاکستان دوه مخی دی) اوچت کړ له دې څخه ښکاریږي چې موږ به نور د پنجاب له پټ او ښکاره استعماره خلاصیږو او د پاکستان هره ناروا کړنه به دلته نه چلیږي.

خوست او سپین بولدک خو خپل مسؤلیت پر داسې موقع ادا کړ چې نژدې هر افغان ته یې د غبرګون پیغام ولیږداوه دا پروسه باید سړه نسي او لاهم دوام وکړي  افغان ولسونه باید پر هره موضوع پاکستان همداسې ورټي او همداسې ویښتابه اختیار کړي که څه هم د دې لاریونونو شمېر کم دی خو باشعوره افغانانو ته خورا ارزښتمند او له یوالي ډک تمام سو.

د بولدک ولسونو ستاسو څخه مننه چې دومره پر موقع مو خپل مسؤلیت ادا کړ تاسو یوازي لاریون بلکي  د پاکستان زرګونه هیلې مو ورته ماتې کړې او نور به پاکستان په خپله پوی سي چې افغان ولس ویښ سوی او نسو کولای چې خپل فعالیت ته د پخوا په شان دوام ورکړو.

کله چې د یوه دوه مخې هېواد په وړاندې دولت هیڅ اقدام نه کوي نو له هغه وروسته د د ولس همدا مسؤلیت دی  چې  باید د ظلونو او ناخوالو په وړاندې  ودریږي لیري نه ده چې یوه ورځ به موږ د ټولو افغانستان په کچه لاریونونونه او غبرګونونه وینو ولس به یوازي وخت و ټاکي چې تر دې نېټې باید پاکستان او د پاکستان پاتي شوني له دې پاکې خاورې ووزي که نه وي و به ځپل سي دې ته ورځې ته هر افغان په تمه او چمتو ناست یوازي یوه کوچني انرژي د ټول ولس د بیسج کولو لپاره انتظار کوي راځئ نور د هرڅه په وړاندې ودریږو او هرڅه چې کیږي حساب او کتاب یې واخلو

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.