د ننګرهار یو شمیر ستونزې

امنیت:
د روانې اونۍ په ترڅ کې د تورخم- جلال اباد پر لویه لاره وسله والو د نقیب الله شینواري په نامه د موټرو یو تجار وتښتاوه او بیا یې په وحشیانه ډول شهید کړ.
هره ورځ پر دغه لاره د وسله والو غلاوو، تښتوونو او ترور پیښې ترسره کېږي چې تر اوسه پورې یې له کالونو راهیسې د امنیت ټینګښت لپاره کوم پریکنده اقدام ونشو.
په دې لویه لاره په کافي شان سره د پولیسو پوستې هم شتون لري، مګر د پوستو په شاوخوا کې پر عمومي سړک په ازاده توګه څنګه وسله وال غله کولای شي چې تښتوونې او ترور وکړي؟

خوږیاڼو ولسوالۍ:
څه باندې درې سوه کسان په خوږیاڼو کې په ډله ییزو ډول نیول شوي چې د ادعا یې لرله د جلغوزیو ټولولو لپاره روان وو، مګر تشویشونه شته چې دا کسان هغه سیمو ته تلل چرته چې د داعیش فعالیت دی.
ولایتي اداره باید وضاحت ورکړي چې دا خلک څوک دي، رښتیا هم جلغوزیو ته تلل او که د کاسې لاندې نیم کاسه ده؟

پاکستان قونسلګرۍ:
مونږ په بار بار ویلي دي چې دې قونسلګرۍ کې لوی فساد موجود دی، دا فساد مغلق دی ځکه د قونسلګرۍ د مسوولینو سره په دې فساد کې ولایتي اداره کې یو شمیر کسان هم دخیل دي چې باید مخه یې ونیول شي او قانون پرې تطبیق شي.
مرکزي حکومت سره هم مونږ د قونسلګرۍ د فساد موضوع شریکه کړې ده خو تر اوسه هیڅ ډول لازم اقدام نه دی شوی. زمونږ د سلګونه هیوادوالو پاسپورټونه اوس هم قونسلګرۍ کې دننه بند پاتې دي، خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او باید دغه پاسپورټونه بیرته ورکړل شي.
لومړی خو شرط نه ده چې ویزه واخلو ځکه زمونږ لویه برخه خاوره د پاکستان تر استعمار لاندې راغللې او باید پرته له ویزې تر اټکه لاړ شو خو د وخت مجبوریت او حکومتونو پر ولسي خلکو دا ناتار راوستی دی.
ډیورنډ کرښه، اغزن تار او توغندي:
ننګرهار هم د ډیورنډ پر فرضي او کرغیړنه کرښه پروت دی، مونږ په هیڅ صورت دا نشو زغلمی چې پاکستاني پوځیان دې د ډیورنډ تر فرضي کرښې را مخکې اغزن تار غځوي. مونږ په بار بار پر حکومت غږ کړی دی چې ډیورنډ هیڅ افغان ته د منلو کرښه نه ده او باید پرې د جوړیدونکي اغزن تار مخه ونیول شي مګر حکومت چوپه خوله دی.
زمونږ توقع دا ده چې اوس هم وخت دی او باید د اغزن تار پر وړاندې جدي اقدام وشي، که حکومت یې مخه نشي نیولای نو ولسونونو ته دې خپل عذر وړاندې کړي بیا یې ولسونه خپله مخه نیولای شي.
د ننګرهار په لعلپورې او ګوشتې ولسوالۍ کې یادو ستونزو ترڅنګ راکټونه هم وخت ناوخت راځي چې مونږ غندلي او مرکزي حکومت څخه مو د بالمثله اقدام غوښتنه کړې ده.
امنیتي تشکیل:
له بده بخته د ننګرهار نفوذ ته په کتو سره دې ولایت ته د ملي پولیسو، محلي پولیسو، عامه نظم، ملي اردو او سرحدي قواوو تشکیل خورا کم دی او باید اړونده اداره په دې برخه کې تشکیل پراخ کړي.
مونږ د ډیورنډ اوږده فرضي کرښه لرو باید مګر اوسنی د سرحدي قواوو تشکیل ورته هیڅ راز بسنه نه کوي. همدا راز جلال اباد ښار کې اته د پولیسو امنیتي حوزې لرو چې تشکیل یې خورا کم دی او ان د دریمه درجه ولایتونو څخه هم کم پولیس په دې ولایت کې له خپل لایجې څخه ډير وظایف سر ته رسوي. د امنیت د ټینګښت لپاره مو غوښتنه دا ده چې د امنیتي ځواکونو په تشکیل کې زیاتوالی راوړل شي، که داسې ونشي نو اوسنی امنیتي بحران په دې تشکیل سره کنټرولیدونکی نه دی.
د پولیسو ښارګوټی هم شته دی مګر د دې پر ځای چې د شهیدانو کورنیو ته ځمکې ورکړل شي پر نورو خلکو پلورل شوي او مستحقین پر ځای پاتې دي. باید حکومت په دې اړه تحقیق وکړي او د وطن په لاره کې د شهیدو شویو سرتیرو کورنیو د حقونو پایمالوونکو څخه پوښتنې ګروېږنې وشي.

بیا رغونه:
که څه هم یو سلسله کارونه شوي دي خو بیا هم زمونږ ډيرې ولسوالۍ د بیا رغونې له پروسې څخه برخمنې نه دي. هغه ولسوالۍ چې په تازه عملیاتو کې یې سیمې امن شوي پلچکونه پکې نړیدلي، ویالې پکې خرابې دي او د پاکو اوبو مشکل هم پکې ډير دی.
زمونږ توقع له ولایتي ادارې او مرکزي ادارې څخه دا ده چې په یو شمېر با امنو سیمو کې چې تازه له وسله والو پاکې شوې دي باید څاه ګانې وکیندل شي او د بیا رغونې پروژې عملي شي.
اداري اصلاحات:
که څه هم بدلون په اداراتو کې راغلي دي خو د ولس د کارونو په برخه کې لا هم خنډ او ځنډ شته.
تر اوسه پورې د خلکو کارونه په اونیو اونیو ان په میاشتو میاشتو په دولتي ادارو کې پاتې وي، لا هم په ادارو کې د عامه مالوماتو او ښه خدماتو طرحې نشتون هغه عوامل دي چې کاغذ پراني او بې بند و باري یې ډيره کړې ده.
ولایتي اداره باید په ملکي ادارو کې پر داسې یوې طرحې له ولایتي شورا سره په ګډه کار وکړي چې له مخې یې په یې په ادارو کې د سلسله مراتب په مراعتول کولو سره د عارضینو کارونه چټک شي.
ولسي پاڅونوال:
متاسفانه چې حکومت ولسي پاڅونوال په ښه شان منظم نه کړل، رهبري یې ورته ونشوه ساتلی او همدا ده چې د حکومت سره یې فاصله مخ په ډيریدو ده. حاجي حیات خان چې کوټ کې د پاڅوانوالو مشر و د ناځوانه دوښمن له لوري په وحشیانه ډول په شهادت ورسید او دا د حکومت بې غوري وه چې د ولسي پاڅونوالو د مشر ساتنه یې ونشوه کړی. زمونږ توقع دا ده چې د ولس پاڅون کوونکو د ملاتړ او نظم د راوستو لپاره دې جدي فکر وشي، ځکه د ولسي امنیت په راوستو کې مهم رول لري.
معارف:
زمونږ معارف یو میلون شاګردان لري، نهه سوه بابه مکتبونه دي چې پینځه سوه یې سرپناه او هیڅ ډول اسانتیاوې نه لري چې شاګردان پکې د سختو مشکلاتو سره سره زده کړې کوي.
باد او باران کې د بې سرپناه ښوونځیو شاګردان په کور ناست وي، کله یې ښوونځیو کې د اوبو ستونزې وي او کله بیا د کتابونو کمښت. د پوهنې وزارت مکلف دی چې زمونږ ښوونځیو ته د ودانیو ستونزې ترڅنګ د کتابونو، اوبو او نورو اړتیا توکي برابر کړي.
د ښوونکو شمېر اوس هم کم دی، مسلکي ښوونکي شته خو باید د ظرفیت لوړونې لپاره یې لا نور ډیر کار هم وشي ځکه د په ښوونځیو کې درسي کیفیت خورا کمزوری دی.
متاسفانه زمونږ د معاف بهیر هم نظامي بڼه غوره کړې، ښوونځی او خپله د پوهنې بیلابیلې ادارې تر ګواښ لاندې دي او په ځینو ولسوالیو کې ښوونځي هم سوځول شوي دي. توقع مو دا ده چې دغه مواردو ته د حل لارې وموندل شي.
ننګرهار پوهنتون:
یاد پوهنتون هم له ګڼو مشکلاتو سره مخ دی، د محصلینو ټرانسپورټ، اعاشه، لیلیه، تدریسي صنفونه او د پوهنتون احاطې نشتون هغه ستونزې دي چې مرکزي حکومت یې باید حل کړي.
ننګرهار پوهنتون د سیمې په کچه معتبر پوهنتون دی، باید د محصلینو لپاره د اعاشې او لیلیې برخې تشکیل پراخ شي څو محصلین له سرګردانۍ خلاص شي. ترڅنګ یې باید د پوهنتون استادانو د ښارګوټي د پیل مراسم هم وشي، هلته دې خوندي امنیت راوستل شي څو استادان پوهنتون ته نږدې او په اسانۍ تدریسي ساعتونو ته رسیده ګي وکړي.
پوهنتون له امنیتي مشکلاتو سره هم مخ دی، باید د پوهنتون د امنیت ټینګښت د استادانو او محصلینو د ژوند خوندیتوب لپاره هم پاملرنه وشی.
ښاروالۍ:
متاسفانه جلال اباد ښار هم د پاکوال له لحاظه هغه ډول نه دی لکه څنګه چې د هیواد نور لوی ښارونه دي. پخوا کالونو کې جلال اباد ښار د پاکۍ او ښکلا برخه کې د هیواد په کچه یو سمبول و خو مګر اوس د ککړتیا په برخه کې دی.
ښار کې بې نظمي، د ښار تنظیفاتو کمزورتیا او په ښاروالۍ کې بې کفایتي هغه لاملونه دي چې له کبله یې جلال اباد ښار بڼه ورځ تر بلې د ککړیدو خوا ته روانه ده.
ښاروالۍ کې به د فساد کچه نسبي کمه شوې وي خو اوس هم شته، بندرونو کې اوس هم عواید حیف و میل کیږي. د ښاروالۍ په بیلابیلو برخو کې ژورو اصلاحاتو ته اړتیا ده څو بیلابیلو برخو کې یې کارونه په ښه شان سره تنظیم شي.
قومي مشران، دیني عالمان، سربازان، مجاهدین او ځوانان…::
هره ورځ قربانۍ ورکوي، وژل کېږي، ترور کېږي او ترمنځ یې بې اتفاقیو ته لمن وهل کېږي. زمونږ د هغه دیني عالمانو، مجاهدینو، سرتیرو او قومي مشرانو کورنیو ته هم پاملرنه نشته دی. حکومت او ولایتي اداره باید د دغو قشرونو ترمنځ د یو والي لپاره هلې ځلې وکړي او بیا دې یې پر مټ هڅه وکړي چې د امنیت تر څنګ ټولو ستونزو ته په ګډه رسیده ګي وکړي.
مواد مخدر:
په ښار کې په ښکاره ډول مواد مخدر پلورل کېږي، د ولایت مقام مخې ته نشه یان په رڼا ورځ ناست وي خو د مخنیوي لپاره یې هیڅوک نشته. په ښار کې هیروئین او هر ډول نشه یي توکي په ښکاره ډول پلورل کېږي ان د امنیتي ادارو د یو شمیر خائینو هم ورسره په دې کاروبار کې لاس دی نو ځکه یې مخنیوی نه کېږي. همدا راز په یو شمیر ولسوالیو کې د هیروئینو فعالې فابریکې شته چې زمونږ اتیا زره ځوانان یې یوازې په ننګرهار کې په مخدره موادو اخته کړي.
د مخدره موادو، امنیتي ادارو او عامې روغتیا مسوولیت دی چې په دې برخه کې لازم اجرات وکړي.
کار موندنه:
زمونږ د ننګرهار زرګونه ځوانان چې لیسانس، ماسټرۍ او دوکتوراوې په لاس لري مګر په دې حکومت کې د سیاسي سلیقو په اساس مشرقیوال او په ځانګړي ډول ننګرهار کدرونه له دندو بې برخې دي. ننګرهاریان په مدیریت او حکومتوالۍ کې مدبره ځوانان لري، پر نفوذه اشخاص لري خو د مشرقیوالو او ننګرهاریانو په استازولۍ یې داسې خلک کینولي چې هیڅ مشرقیوال ته د منلو وړ نه دي.
زمونږ هیله دا ده چې د مشرقي ولایتونو ځوان کدرونه باید حکومت کې ځای پر ځای شي او خپل حق ورکړل شي.
سوداګري:
له بده بخته چې د ننګرهار وروستیو نا امنیو سوداګر هم له دغه ولایت څخه په تیښته کړل. زمونږ هغه تجاران چې د تورخم له لارې یې له بیلابیلو هیوادونو څخه سوداګري کوله نو اوس یې د نا امنۍ د ډیریدو له کبله خپل تجارتي مسیر بدل کړی او پر نورو لارونو خپل تجارت کوي. یوازې تر ملي وحدت حکومت مخکې ننګرهار په ټول هیواد کې مهم ترین تجارتي مسیر و چې د ملي وحدت حکومت د رهبرۍ د بې غورۍ له کبله نا امنۍ ډیرې شوې چې مونږ یې تر هر چا لوی زیان وګاله. له دغو سوداګرو چې فرار شوي زرګونه ننګرهاریان ورسره په کار بوخت ول چې له کبله یې اوس بې روزګاره ګرځی او ورځنی ژوند یې له کړاوونو سره مخ شوی دی.
زمونږ غوښتنه دا هم ده چې د جلال اباد- تورخم لاره دې امن شي، ټول ولایت کې دې د سوداګرو د امنیت لپاره جدي اقدامات وشي څو یو ځل بیا دې ولایت ته د سوداګرو مخه شي.
روغتیا:
د ننګرهار روغتیا سکټور هم له ستونزو خالي نه دی، زمونږ د ننګرهار مرکزي شفاخانه زر بستره لري او د څلورو ولایتونو د ناروغانو ترڅنګ پرې د کابل لویې لارې ناروغان هم شته چې په وخت سره خدمات په ښه ډول سره نشي وړاندې کول.
لوی لامل دا دی چې مرکزي شفاخانه او ولسوالیو کې د ډاکټرانو، نرسانو او قابله ګانو تشکیل خورا کم دی. ترڅنګ یې د درملو برخه کې هم ستونزې شته چې په په کافي اندازه درمل په مرکز کې شفاخانو ولسوالیو کې صحي کلینکونو ته نه رسيږي.
د نوي ختیځ کمپلیکس چارې هم باید چټکې شي او عامې روغتیا وزارت ورته جدي پاملرنه وکړي، څو په راتلونکو کالونو کې د ټول مشرقي په کچه د روغتیا په برخه کې مشکلات راکم شي.
صنعت:
مونږ ننګرهار کې دوه لوی صنعتي پارکونه لري چې یو یې د شیخ مصري او بل یې د حصارشاهی صنعتي پارک دی.
که څه هم شیخ مصري صنعتي ښارګوټي کې لسګونه فابریکې فعالي دي خو امنیت او د بریښنا ستونزې هغه موارد دي چې له کبله یې یو شمیر پانګوالو خپلې فابریکې په ټپه ودرولي او ځینو نورو ولایتونو ته انتقال کړې. همدا راز د حصارشاهي صنعتي پارک اته کاله وړاندې افتتاح شوی مګر نه یې امنیت ټینګ شو او نه ورته بریښنا برابر شوه چې تر اوسه پکې د هیڅ فابریکې جوړیدو چارې نه دي پیل شوي. په حصارشاهي صنعتي پارک کې زمونږ د پانګوالو څخه سلهاوو زره ډالر اخیستل شوي مګر خدمات صفر دي او تر اوسه بریښنا نه لري.
هیله ده د ملي وحدت حکومت د ننګرهار صنعت او صنعتکارانو ته پاملرنه وکړي.
………………………………………………………………………………
ډير نور مسایل شته خو په دې لیکنه کې ځایول یې ستونزمن دي، ځکه بیا یې تاسو ته لوستل سخت تمامېږي او په وخت سره سره به نور مسایل هم یادوم.
زمونږ د امنیت ستونزه، د پاکستان د اغزن تار، توغندیو او راکټونو ستونزه، همدا راز د پوهنتون ستونزې، د معارف ستونزې، دروغتیا ستونزې، سړکونو، لویې لارې،مجاهدینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو، مواد مخدر او دا ټول موارد هغه دي چې د ولس غوښتنې دي.
که حکومت او ولایتي ادارې دغو ولسي غوښتنو ته حل لارې ونه موندلې او ولسي غوښتنو ته یې حل لارې ونه موندلې نو دا به په ډاګه شي چې د ملي وحدت حکومت سیاسي، توپیر، سمتي او سلیقوي چلند کوي له ننګرهاریانو سره. هیله مو ده چې په یادو ټولو برخو کې کوټلي اقدامات وشي.
زما د ولایتي شورا د ریاست له دورې څخه تر اوسه چې څلور کاله پوره کېږي د دولت د هر ارګان دروازه په دروازه ګرځیدلی یم، د ننګرهاریانو دا ټول مشکلات مې ورته رسولي مګر وعدې یې کړي خو یوه یې هم نه ده عملي کړې.

په درناوي
احمد علي حضرت
د ننګرهار ولایتي شورا رئیس