The news is by your side.

صلاح الدين رباني د جمعیت د قومندانانو سره يو ځای تاجکستان ته روان شوی دی

خبريال وېبپاڼه/ د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزير د او د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدين رباني تاجکستان هېواد ته تللی دی، ویل کېږي د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ښاغلی صلاح الدين رباني تاجکستان ته دعوت کړی دی.

د صلاح الدين جمعیتي قومندان
په دې سفر کې ښاغلی صلاح الدين رباني يوازې نه دی، بلکې ورسره يو بيروبار هئيت هم تللی دی، صلاح الدين رباني ته نېږدې کسانو رسنیو ته منلې چې د رباني سره د جمعیت ګوند لس لوړ پوړي قوماندان هم ملګري دي.

تراوسه ددې سفر په هکله کوم رسمي معلومات ندي خپاره شوي، دا چې صلاح الدين رباني به د امام علي رحمان سره په کومو مسلو غږېږي هم کوم معلومات نشته، صرف دومره ویل شوي چې دده سره به جميعتي قومندان ملګري وي.

عجيب سفرونه
په شخصي ډول او کله کله ځینو غونډو ته د پخوانيو سياست مدارانو سفرونه عام دي، خو د افغانستان د سیاست مدارانو سيستم بيا بېل دی، دوی چې په سفرځی نو د خاصو تشريفاتو سره مخ کېږي، داسې تشريفات چې هغه صرف د دولت رسمي لوړ پوړو چارواکو ته نیول کېږي، نه يوازې چې دوی ته دا ډول تشريفات نيول کېږي بلکې دوی په دېره لوړه سطحه ليدنې کوي، د ليدنو په هکله یې بله د پام وړ خبره داده چې د خپلو هم مسلکو چارواکو هخوا د هغه هېوادونو له نورو چارواکو سره لیدنې کوي.

تر صلاح الدين رباني وړاندې ګلبدین حکمتیار پاکستان ته سفر کړی و چې د هېواد د ننه او بيرون ورباندې سختې نیوکې وشوې، په پاکستان کې ګلبدین حکمتیار ته داسې ښه راغلاست وویل شول لکه د يوه هېواد يوه برحاله ولسمشر يا صدراعظم ته.

بهرني سفرونه او د افغانانو شکونه
ډېری افغانان چې د خپلو سياسيونو ددې سفرونو په هکله خبرونه اوري نو نه يوازې چې کومه خوش بيني نه ورته لري بلکې د شک په سترګه هم ورته ګوري، ډېری افغانان پاکستان او نور ګاونډي هېوادونه خپل دوستان نه ګڼي، دوی ته د سياسیونو دا ډول سفرونه او بيا دوی ته په دې هېوادونو کې ډول ډول تشريفات هغه څه دي چې افغانان په دوی نور هم شکمن کوي.

ډېری هغه هېوادونه چې افغان سياست مداران ورته سفر کوي داسې هېوادونه دي چې د افغانستان په کورنيو چارو کې په مداخله تورن دي، ددې ترڅنګ ډېری دې هېوادونو په افغانستان کې د موجودو ډلو او ګوندونو رسمي ملاتړ هم کړی دی په ځانګړي ډول د افغانستان د کورنيو جکړو په وخت کې.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.