The news is by your side.

د ارګ په شمول د کابل ښار پر یو شمېر سیمو راکټي بریدونه شوي

خبریال وېبپاڼه/  نن سهار د ارګ او سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په شمول د کابل ښار پر سیمو ۱۴ راکټي بریدونه شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، پېښه نن سهار اته بجې او پنځوس دققیې رامځته شوې ده.

د یاد وزارت ویاند طارق ارین پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، یاد راکټونه د کابل ښار په برج چهارقلعه، طاهري کوڅه، نعمت پلازا، سلام پوهنتون، پل باغ عمومي، سپین زر جاده، ملي ارشیف مخته، مریم لېسې او پنځه سوه فامیلي سیمو کې لګېدلي دي.

هغه زیاته کړې، چې په پېښه کې تر اوسه درې تنه شهیدان شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.

خو عیني شاهدا وايي، یاد توغندي د کابل ښار له څلورمې ناحیې د ارګ او شش درک په لوري له ډینا ډوله موټر ویشتل شوي دي.

ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې، چې پکې ښکاري، ویشتل شوي توغندي د ولسمشر ماڼۍ او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې دننه هم لګېدلي دي.

د شش درک سیمه کې زیاتره د ملي امنیت او نورو مهمو امنیتي ادارو دفترونه، د بهرنیانو میشت ځایونه او لوړ پوړو چارواکو کورونه شامل دي، چې وخت ناوخته ورباندې توغندويي بریدونه کیږي.

که څه هم ارګ ویلي، چې د امنیتي تړون یا میثاق امنیتي برنامې د تطبیق چارو له پیل سره سم د کابل ښار عمومي امن او نظم کې بېساری پرمختګ رامنځته شوی او لسګونه ترهګر او جنایتکاران یې نیولي، خو د کابل ښار له منځه پر ارګ او نورو مهمو ادارو توغندي بریدونه د کشفي او استخباراتي ادارو پر ضعف دلالت کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.