The news is by your side.

لس نوماند وزیرانو ته ولسي جرګه د باور رایه ورکوي

خبریال ویبپاڼه/ نن به د افغانستان ولسي جرګه لس نوماند وزیرانو ته د باور رایه ترلاسه کولو لپاره د رایو صندوقونه کښېږدي او  له هغه وروسته به پاتي نورو وزیرانو ته صندوقونه کښېښودل سي

د غني او عبدالله له لوري وزارت خونو ته معرفي سوي وزیران که څه هم پرې نیوکې موجودي دي خو دوی دواړو ویلي چې ټول معرفي سوي کسان مسلکي دي او کولای سي چې یو وزارت په ښه توګه اداره کړي

د امنیت سکتور وزیرانو هم خپلې طرحې ولسي جرګې ته وړاندې کړې خو تراوسه پوري د افغانستان د پلازمینې او ولایتونو امنیت ورځ تر بلې د ګواښ لورته ځي او هيڅ داسې ارګان یا سکتور نسو پیدا چې امنیت اداره کړل سي

اوس پوښتنه داده چې ولسي جرګه به دې نوماند وزیرانو ته د تاید که د رد رایه ورکړي داسې ګنګوسې هم وې چې وړاندې تر دې  چې د رایو صندوقونه کښېښودل سي نوماند وزیران په کمپاین کولو بوخت دي

ټول وزارت خونې که امنیتي او یاهم ملکي دي یو وزیر پکښي داسې مثال نسته چې ولس يې پر خولو یاد او ښه نوم ورته غوره کړي تراوسه دا ناکام مسؤلین لاهم  خپلو دندو ته دوام ورکوي

دولت ادعا کوي چې د هر وزارت لپاره يې وړ او مسلکي اشخاص په دنده ګمارلي خو تراوسه په ډیری مواردو کې مالومیږي چې د وزارتونو لپاره وړ کسانه نه دي معرفي سوي

د افغانستان ولسي جرګې له دولته غوښتې د باور رایه د نه ترلاسه کیدلو په صورت کې باید وزیر له دندې ګوښ او ورته بل سرپرست وټاکل سي د دې دولت له پیله تراوسه ټول وزارت خونې د سرپرستانو له لوري اداره کیږي چې په دې موده کې هم ډیر کسان راغلل ولاړل اوس به وکتل سي چې ولسي جرګه د خپل مسؤلیت په برخه کې څه کوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.