The news is by your side.

پمپیو قطر کې مرکه چي پلاوو سره ګوي

خبریال ویبپاڼه/ راپورونه وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو به نن قطر کې له مذاکراتي پلاوو، سره وګوري او پر مهمو مسایلو ورسره ږغیږي

د مایک پمپیو سفر پرداسې مهال ترسره کیږي چې په قطر د طالبانو او افغان دولت پلاوو یو له بل سره تراوسه مخامخ خبرې نه دي پيل کړې او نه هم کوم پرمختګ تر سترګو سوی

امریکا د نوی کال تر جنورۍ ښايي کوښښ وکړي چې  د سولې خبرې په یوه نه په یوه توګه بریالۍ کړي او د امریکايي ځواکونو د ټول شموله وتلو لپاره زمینه برابره کړي تراوسه پوري د بین لافغاني خبرو د پیل لپاره کوم بریالی اقدام نه دی ترسره سوی

مایک پمپیو به د مذاکراتي پلاوي ټیمونو غړو سره وګوري او په جلا جلا ډول سره به دا لیدنې ترسره سي د مالوماتو  له مخې ټاکل سوې چې نوموړی  به د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره هم وګوري.

ویل کیږي چې د دوحې خبرو کې یوازي دومره پرمختګ راغلی چې دواړه مذاکراتي ټیمونه پر ځینو مسایلو توافق ته رسیدلي او کیدلای سي چې په نژدې راتلوونکي کې د سولې بین لافغاني خبرې پیل سي

امریکا غواړي تر راتلوونکي جنورۍ میاشتي د ټرمپ په مشرۍ حکومت خپلې هغه ژمنې چې ټول امریکايي ځواکونه به له افغانستانه باسي عملي کړي ټرمپ د امریکا تر ټاکنو وړاندې ویلي وو، چې د ۲۰۲۱ کال جنورۍ پوري به خپل ټول سرتیري له افغانستانه باسي

نوموړي د امریکا په ټاکنو کې ماتې خوړلې او د ۲۰۲۱ کال پوري به خپله واکمني جوبایډن ته سپاري په کور دننه دا پریکړه د یو شمېر لوړ پوړو امریکايي چارواکو له لوري له غبرګون سره مخ سوه هغوی له ټرمپ څخه وغوښتل چې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل ښه پریکړه نه ده او  دا کیدلای سي د ټولي نړۍ لپاره یو لوی ګواښ واوسي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.