The news is by your side.

د محسن داوړ او مولانا فضل الرحمن ترمنځ نوې ناندرۍ

خبريال وېبپاڼه/ په پاکستان کې ګوندونه سره را ټول شوي او د حکومت په وړاندې یې يو ګډ حرکت جوړ کړی دی، ګوندونه د حکومت د ګوښه کولو د سياست څخه په تنګ راغلي دي او د عملي مبارزې لپاره یې پخپلو کې اتحاد کړی دی.

د پاکستان د حکومت په وړاندې دا مخالفتونه په داسې حال کې خپل اوج ته رسېدلي چې تېره ورځ هم پدې هېواد کې د حکومت په وړاندې په زرګونه خلک لارو کوڅو ته راوتلي و، خلکو د پاکستان د حکومت څخه غوښتل چې د اسلام اباد څخه د فرانسې هېواد سفير وشړي، حکومت د فرانسې سفير ونه شاړه خو د لاریون رابلونکی ديني عالم خادم حسين رضوي په يوه شکمن ډول خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اوس تازه د پاکستان د حکومت په وړاندې په دې هېواد کې موجودو ګوندونو يو ګډ حرکت جوړ کړی دی، د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه مخکښ غړي محسن داوړ هم پدې هکله د ګډون نیت کړی و.

د داوړ مخالفت
مولانا فضل الرحمن د محسن داوړ په هکله غوڅ مخالفت نه دی ښوولی، خو د محسن داوړ ته یې ويلي چې پدې حرکت کې ټول ګوندونه ځای لري نو د محسن داوړ د نوم سره څه وليکي، داوړ مولانا فضل الرحمن ته ويلي چې دی غواړي په فردي حيثيت باندې ګډون وکړي.

د حکومت مخالف ګوندونه د يوې لویې غونډې تابيا لري، غواړي د پاکستان د حکومت په وړاندې په دې غونډه کې ځینې جدي پریکړې وکړي، محسن داوړ هم غوښتي په دې غونډه کې کډون وکړي.

پي ټي اېم ګوندي سياست نلري
که څه هم محسن داوړ غواړي په دې غونډه کې ګډون وکړي خو دا ګډون به دده په فردي حيثيت باندې وي، يانې محسن داوړ د يوه سياسي شخصيت په ډول غواړي ګډون وکړي نه د پي ټي اېم په استازولۍ، ځکه پي ټي اېم ګونديز سياست نه پالي.

محسن داوړ رسنیو ته ویلي پي ټي اېم د خلکو حرکت دی او په سياسي معاملو او سياسي ګوندونو کې یې دوی نه ورګډوي.

مولانا فضل الرحمن محسن داوړ ته ويلي چې دا د ګوندونو حرکت‌ دی نو بايد داوړ هم د يوه ګوند د استازي په حيث پکې کډون وکړي، خو داوړ ددې په سپیناوي کې ويلي چې په پاکستان کې څلور سوه ګوندونه موجود دي نو اوس به ګډون صرف دا ۴۰۰ کسان کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.