The news is by your side.

په رانږدې شوې سوله راکټي بریدونه

خبريال وېبپاڼه؛ کابليانو په داسې حال کې ورځ پيل کړه چې کابل د راکېټونو تر باران لاندې نيول شوی و، د کابل په بېلابېلو سيمو باندې د راکېټونو بريدونه شوي و، نن د يوې خوا د کابليانو لپاره سخته ورځ و او د بلې خوا بيا پدې ورځو کې د افغانستان د سولې چارې هم د خوشبينۍ طرف ته روانې دي.

بريد ۱۱ کابليان په شهادت ورسول
په کابل کې راکټي بريدونو ۱۱ تنه عام افغانان په شهادت رسولي دي، زيات مالي زيانونه اوښتي د خلکو کورونه او دوکانونه تخريب شوي دي.

رانږدې شوې سوله او راکټونه
په کابل کې راکټي حملې په ډېر حساس وخت کې کېږي، د سولې خبرې د يو اوږده ځنډ وروسته اوس بيا متحرکې شوې دي او دواړو خواوو لخوا د خبرو په طرزالعمل باندې توافق شوی دی، په داسې حساس وخت کې ددې بريد کوونکي او نیت یې پېژندل ډېر مهم کار دی، ځکه دا بريد په سوله برید دی.

طالبانو مسولیت رد کړ
وسله والو طالبانو پخپله یوه اعلامیه کې په دې برید کې خپل هر ډول لاس درلودل ړد کړل او دا بريد یې وغانده، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پخپل ټویټر کې لیکلي دي چې په کابل ښار ترسره شوي راکټي برید کې دوی هېڅ ډول لاس نلري.

حکومت د تل په څېر په دې حمله هم خفګان ښودلی او غندنه یې کړې، غندنه یوازینی کار دی چې حکومتي چارواکي کې یې ډېر په چټکۍ سره کوي، خو د عمل په ساحه کې بیا دوی د اوسپنو بوټ پښو کړي او قدم نسي اخیستی.

د سولې د خبرو پرمختګ يو مهال د بلې خوا د امريکا د بهرنيو چارو وزير د طالبانو سره په دوحه کې د رسمي ناستې په تکل کې دی، په دې حساس وخت کې په کابل کې دا ډول بریدونه د طالبانو له لوري ترسره کول هېڅ‌ معقوليت نلري، ځکه دا به په دې مانا وي چې طالبان خپل لاس پخپله پرې کړي، نو چې طالبانو نه ونه کړل بيا څوک ددې توان لري چې په کابل ښار دې داسې پراخ بریدونه وکړي؟

د سولې د دښمنانانو لاره ورکه ده
په دې وخت کې د کابل ښار په مهمو برخو راکټي بريدونه يوازې د هغه ډلې کار کېدی شي چې د سولې د روان پرمختګ مخالف دي، د سولې په کاميابۍ کې خپل موقف په خطر کې ويني، دا ډول بریدونه د هر چا وس هم نه دی، بدون له پوره امکاناتو او همکارۍ دا ډول برید په دې مقدار ګران کار دی.

د سولې دښمنان اوس فکر کوي چې د طالبانو سره د افغان حکومت خبرې په کاميابېدو دي، دوی په دې خوشحاله نه دي، د ددې خبرو د ناکامۍ لپاره يې چې څه د وسې کېدل ویې کړل خو بلاخره نړیوالې ټولنې خپل مرستې د سولې په خبرو کې د پرمختګ او د دايمي اوربند سره وتړلې، وروسته دا په ټپه درېدلې خبرې هم په حرکت کې راغلې او اوس تمه ده د پامپئو د سفر سره په دې خبرو کې نور لوی پرمختګونه هم رامنځته شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.