The news is by your side.

د امنیتي چارو د وزيرانو د تاييد نه مخکې راکټي بریدونه

خبریال وېبپاڼه/ په کابل ښار نن ګڼ راکټي بریدونه وشول، په دې بريدونو کې ۱۱ افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړل، د بريد په تړاو ګڼې اندېښنې د خلکو او شننوکو سره پيدا سوې، بريد په داسې ورځ ترسره شو چې د امنیتي چارو وزيران نن د تاييد لپاره ولسي جرګې ته معرفي کېدل.

د امنیتي چارو د وزيرانو د بدنامولو هڅه
طالبانو په نني برید کې لاس لرل رد کړل، بريدونه هم داسې ترتيب شوي و چې تلفات یې موخه نه وه، بريدونه په داسې ځايونو ترسره شول چې سياسي اهميت یې درلود.

د بريد‌ نوعیت دا فکر انسان ته ورکوي چې بريدونه په همدې سبب شوي ترڅو د هېواد امنیتي چارواکي بدنام کړي ترڅو خلک ورباندې دا نيوکه راحت وکړي چې دومره مهم ځايونه هم نشي ساتلی.

داسې بريدونه په کابل کې ډېر کم ليدل شوي د ۲۰۰۱ م کال راهيسې د دا ډول بريد مثال پيدا کول ګران دي، دا ډول بريد ځانګړي امکانات غواړي چې بدون د قوي ملاتړ امکان نلري، په ښکاره کولی سو ووايو چې د حکومت د مهمو واکمنو څخه د مرستې پرته دا ډول بريد امکان نلري.

د بریدونو تر شا پټ لاسونه
شننوکي شکمن دي چې په حکومت کې د امینتي وزیرانو سره ځینې کسان نه دي جوړ او غواړي دوی لومړی بدنام کړي او بیا یې په دې طریقه د خپل چوکيو څخه لرې کړي، په حکومت کې لوړ پوړي کسان دا فکر کوي چې امینتي وزيران په دوی د بهرنيانو له لوري تپل شوي دي او‌ بايد له دندې په هره ممکنه لار لرې شي.

بريدونه دقیق په دې وخت کې شول چې سبا سهار یې ولسي جرګې ته د تاييد د رایې لپاره امینتي وزيران ور معرفي کېدل، په دې ورځ دا ډول بريد بدون له دې چې ښکاره دسیسه نه وي بل تفسير ورڅخه ګران دی.

د کابل د زړه څخه د یوه موټر څخه دا ډول راکټي بریدونه کول يو له هغه هڅو څخه دي د ملي دفاعي چارو وزيران بدنام کړي او دوی د امنيت ساتنې په چارو کې خلکو ته ناکام وښايي.

ننيو بريدونو يو ځل بيا وښوده چې په واکمن ټيم کې داسې کړۍ شته چې د کلک عزم خاوند کسان نشي زغملی او ددوی د شتون حوصله نلري، دوی غواړي د خپل اقتدار عمر اوږد کړي، ددې لپاره په هېڅ کار هم صرفه نکوي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.