The news is by your side.

نبيل نشته؛ ای اېس ای او ملي امنيت بيا معامله وکړه

خبریال وېبپاڼه/ په ۲۰۱۵ م کال کې د افغانستان د ملي امنیت او د پاکستان د څارګرې ادارې ای اېس ای د ګډو همکاريو تړون لاسليک شو، دا هغه تړون و چې د افغانستان د ملي امنیت او د پاکستان د څارګرې ادارې ای اېس ای ترمنځ یې ګډې همکاري، د اطلاعاتو د شريکېدو، د تربيوي زده کړو او نورې ګڼې چارې ممکنه کولې.

د افغانستان خلک دداسې يو تړون څخه هېڅ خوشحاله نه و، ددې په وړاندې ځينې ملي اشخاص هم ودرېدل او خلکو یې هم په وړاندې سخت غبرګون وښوود.

رحمت الله نبيل یې قرباني شو
هغه وخت ددې تړون په وړاندې د افغانستان د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل سخت مخالفت وښود او په پای کې همدا مخالفت د هغه د دندې څخه په لرې کېدو تمام شو، نبیل په ښکاره ددې تړون مخالف او په هېڅ وجه یې نه غوښتل په داسې يو تړون لاسليک وکړي چې بيا یې ټول افغان ملت ته مخ تور وي، دا تړون وروسته د امنیت د شورا په استازيتوب د حنيف اتمر له لوري لاسليک شو.

آیا زموږ او ای اېس ای ګټې مشترکې کېدی شي؟
په تړون کې د افغانستان د ملي امنیت او د پاکستان د څارګرې ادارې ترمنځ د ګډو موخو د تعقيب او د تحقق لپاره یې د ګډې همکارۍ غوښتنه شوې وه، د ټولو افغانانو سره پوښتنه دا وه چې ايا موږ د ای اېس ای سره هم ګډې موخې لرو؟ دا هم امکان لري چې د افغانستان ګټې دې د ای اېس ای او پاکستان ګټې شي؟

دا امکان لري چې زموږ ګټې دې د پاکستان ګټې هم وي؟ هېڅکله نه، هر هغه څوک چې د افغانستان او پاکستان اړيکو، موقعيت او تاريخ ته وګوري واضح پوهېږي چې زموږ او دوی ګټې کاملاً متضادې دي، پاکستان او ای اېس ای غواړي د افغانستان نوره خاوره لاندې کړي خو زموږ ملي ګټې بيا امر کوي چې پیښور هم بايد راوګرځوو.

د پاکستان ملي ګټې په افغانستان کې جګړه غواړي، پاکستان په کابل کې داسې يو حکومت غواړي چې ټول عمر یې په جنګ او جنجال کې وي او د خپلو سرچينو هېڅ ډول مدیریت ونشي کړی، زموږ او دوی ګټې هېڅکله نه شي مشترکې کېدی، نو چې موږ مشترکې ګټې نلرو د پاکستان سره په کوم اساس د ګډو موخو او استخباراتي همکاريو سند لاسليک کوو؟

هغه وخت دا سند د ملي اشخاصو د مخالفت او د خلکو د سخت غبرګون په ترڅ کې وروسته لغوه شو چې رحمت الله نبیل هم پکې د ملي امنیت چوکۍ له لاسه ورکړه.

د غني او پاکستان نوی تړون
اوس چې تېره اونۍ د پاکستان صدراعظم عمران خان کابل ته سفر درلود ولسمشر غني ورسره بيا د ګډ ليدلوري توافقنامه لاسليک کړه، په دې توافقنامه کې هم په مختلفو سويو د ګډې همکارۍ او ليد خبره شوې چې په ځکمني واقعيت کې د افغانستان د ملي ګټو سره سر نه خوري.

داسې انګېرل کېږي چې همدا اوس د همغه پخوانۍ توافقنامې د بيا عملي کولو هڅې روانې دي، په جمهوري ریاست کې حنيف اتمر، حمدالله محب او ډاکټر فضلي بیا په دې هڅه کې دي چې همغه تړون د پردې تر شاه عملي کړي او د پاکستان سره استخباراتي معلومات شريک کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.