fbpx

وفادار مومند له آسيا جام لوبو بهر شو

د افغانستان نوى تېز توپ اچوونکى وفادار مومند چې اوس مهال په متحده عربي اماراتو کې دى، د آسيا جام له لوبو څخه بهر شو.

د افغانستان کرکټ بورډ د وينا تر مخه، نوموړى په متحده عربي اماراتو کې د تمریناتو پر مهال د ملا په برخه کې ټپي شوی چې د اړوند ډاکټر له لوري ورته د (ام ار ايي) له معایناتو وروسته د شپږ اونیو ارام سپارښتنه شوې ده.

نوموړى د آسيا جام لوبو لپاره د افغانستان په لوبډله کې شامل و.

د افغانستان کرکټ بورډ زياتوي، له یادې مودې وروسته به نوموړی یوځل بیا د څلورو اونیو لپاره تر درملنې لاندې وي چې د ډاکټرانو له لوري د اجازې ورکولو په پایله کې به بیرته د لوبېدو جوګه شي.

همدا راز ويل شوي دي، د غوراوي کمېټې د پرېکړې له مخې به په راتلونکو لوبو کې د نوموړي پرځای محمد یامین احمدزی چې په نوملړ کې د احتیاطي (ریزرف) لوبغاړي په توګه شتون لري، ګډون کوي.

د یادونې ده چې همدارنګه دولت ځدراڼ هم چې په هندوستان کې د بنګلادېش سره له سېریز (لوبلړۍ) وړاندې د زنګون برخه کې ټپي شوی و، د ارام مودې له پای ته رسېدو وروسته نن یوځل بیا د ډاکټرانو له لوري ورته د شپږو نورو اونیو لپاره هم د ارام سپارښتنه شوې ده.

که څه هم د افغانستان کرکټ بورډ مسوولين وايي چې دولت ځدراڼ ټپي دى، خو د کرکټ يو شمېر مينه وال وايي، چې له دولت ځدراڼ سره کرکټ بورډ تبعيضي چلند پيل کړى دى او د هغه ټپي کېدل هسې يوه بهانه ده.