The news is by your side.

شاهد اپريدى، د نسوارو پر مهال د کېمرې ښکار شو

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې مشهور پښتون لوبغاړى شاهد خان اپريدى هغه وخت د کېمرې مخې ته راغى، چې کله يې نسوار په خوله کې اچول.

د شاهد خان اپريدي د نسوارو اچولو ويډيو په ټولنيزو رسنيو خلکو ډېره زياته خپره کړې ده او بېلا بېلې تبصرې پرې هم شوي دي.

شاهد اپريدى، چې يو وخت د کرکټ د نړۍ ډېر نوموتى لوبغاړى و، خو اوس يې نړيوال کرکټ سره مخه کړې ده.

نن د پاکستان د (دفاع ورځ) پر مهال د پاکستان د پوځ په قومندانۍ کې يو پروګرام نيول شوى و، چې د نورو خلکو تر څنګ پکې شاهد خان اپريدي هم ګډون کړى و، خو بدبختانه، نوموړى هغه وخت د کېمرې مخې ته راغى، چې کله يې نسوار په خوله کې اچول.

په پاکستان کې پنجابيانو بيا په ځانګړې توګه په شاهد خان اپريدي پسې ډېرې ټوکې کړي دي او ډېرى کسانو خو ورته ډېرې بدې ردې هم ويلي دي، چې ولې نسوار کوي. ځينو خو تر دې حده پورې ويلي دي، چې که خانان هر څومره هم مشهور شي، خپل عمل (نسوار) نه پرېږدي.

د طلحه په نوم يو کس په ټولنيزو رسنيو ليکلي دي، چې اوس موږ ته معلومه شوه، چې شاهد خان اپريدي به دا اوږدې اوږدې شپږيزې څنګه وهلې، ځکه چې نسوار به يې په خوله کې و.

د انجنير احسان الله خان په نوم يوه فېسبوک کارونکي بيا ليکلي دي، چې نسوار يو عادي څيز دى، چې زيات شمېر پښتانه يې معتاد دي، شاهد اپريدي يو ملي اتل دى او لکونو مينه وال لري، زه د پاکستاني رسنيو دا عمل غندم، لعنت دې وي په پاکستاني رسنيو.

د زبېر تورولي په نوم يوه کس په ټويټر کې ليکلي، چې زموږ په هېواد (پاکستان) کې د شاهد اپريدي نسوار خو په سرخيو کې راځي، خو د يو کس د وژنې هېڅ خبر رسنۍ نه خپروي. هغه وايي، د دفاع په ورځ د اې اېن پي يو کس وويشتل شو، هيڅ رسنۍ پرې خبر خپور نه کړ، خو د شاهد اپريدي نسوار هره رسنۍ پرله پسې ښايي.

عمر طارق په ټويټر ليکلي دي، چې شاهد اپريدي ٢٢ کاله مخکې په ١٩٩٦ کې کرکټ پيل کړ او دا دويشت کاله يې هر ځل له رسنيو سره خبرې کړي او رسنيو په ډېرو ځايونو کې په کمرو کې راخيستي، خو دوه ويشت کاله وروسته، په ٢٠١٨ کې د نسوارو په اچولو  وليدل شو، شاهد اپريدي به منئ، ځکه دوه ويشت کاله پرې څوک خبر نه شول.

همدا راز په زرګونو پوسټونه د شاهد خان اپريدي په اړه شوي دي، چې زيات شمېر پوسټونه د شاهد اپريدي پر خلاف شوي دي او ډېرى شمېر بيا داسې هم شته، چې هغه د شاهد اپريدي په حق کې شوي دي.