fbpx

هند هم همجنس خوښونه قانوني کړه

همجنس خوښونه، چې په وروستيو کلونو کې په ډېرو اروپايي هېوادونو کې قانوني شوه، اوس په هند کې هم قانوني اعلان شوه.

د هند سترې محکمې نن د هند له قانون څخه د سيکشن ٣٧٧ ليرې کړه، چې د هغې له مخه په هند کې همجنس خوښونه جرم بلل شوى و، خو نور په هند کې همجنس خوښونې ته اجازه ورکړل شوه او اوس هر څوک کولاى شي، چې د خپل همجنس سره جنسي اړيکې په قانوني ډول وساتي.

د محکمې نه بهر د همجنس خوښوونکو لوى شمېر راغونډ شوى و، چې د محکمې د پرېکړې نه وروسته يې دا پرېکړه په خوشحالۍ ولمانځله.

همدا راز په ټولنيزو رسنيو هم د #PyarKiyaTohDarnaKya په نوم يو هشټېګ سره خلک په دې اړه خپلې تبصرې کوي. زيات شمېر خلکو چې د دې هشټېګ تر لاندې يې پوسټونه کړي دي، دا پرېکړه يوه تاريخي پرېکړه بللې او ويلي يې دي چې هر څوک حق لري، چې څه ډول ژوند غواړي وه يې کړي. دوى وايي چې د هند سترې محکمې سمه پرېکړه کړې، چې هغه خلکو ته يې هم حق ورکړ، څوک چې له خپل همجنس سره اوسېدل غواړي.

همدا راز د (پيار کيا تو ډرنا کيا) په نوم يوه سندره د يوې نوې ويډيو سره ډېره زيات خپرول کېږي، چې پکې همدا پېغام ورکول شوى دى، چې هر څوک حق لري، چې له يوه چا سره مينه وکړي، نو له هغه سره ژوند هم وکړي.

د هغه قانون، چې همجنس خوښونه پکې جرم بلل شوى و، ليرې کولو لپاره په هند کې همجنس خوښو ډېره لويه مبارزه ترسره کړه او اخر هم په دې بريالي شو، چې ياد سيکشن د هند له قانون ليرې کړي او همجنس خوښونه په دغه هېواد کې قانوني شي.