The news is by your side.

فلمي ستورو د همجنس خوښونې ملاتړ وکړ

د هند فلمي ستورو د محکمې هغه پرېکړه وستايله، چې يې همجنس خوښونه قانوني اعلان کړه.

د هند سترې محکمې پنځه قاضيانو په همغږۍ سره د همجنس خوښونې په حق کې پرېکړه وکړه او وې ويل چې په همجنس خوښونه بندېز لګول سمه خبره نه ده او دا کار يې قانوني وباله. د سترې محکمې په دې پرېکړه باندې د هند فلمي ستورو هم خوښي ښکاره کړې ده او په ټولنيزو رسنيو يې په دې اړه پوسټونه کړي دي.کرن جوهر

د هندي سينما نوموتى فلم جوړونکي کرن جوهر هم په دې پرېکړه خوشحالي ښکاره کړې او ويلي يې دي، چې دا د هند د سترې محکمې ډېره تاريخي پرېکړه ده، چې زه پرې ډېر خوشحاله يم، ځکه چې د هند له قانون څخه سيکشن ٣٧٧ ليرې کول د برابرۍ او انسانيت بريا ده.عامر خان

نوموتي او مشهور فلم ستوري عامر خان بيا وويل، چې په برابرۍ او حقونو باندې يقين درلودونکو لپاره دا يوه تاريخي پرېکړه ده، سترې محکمې خپل کار وکړ، اوس موږ ته پکار دي چې خپل کار وکړو.عاليه بټ

ښايستوکې ممثلې عاليې بټ بيا په ټويټر وليکل، دا زموږ د هېواد لپاره يوه تاريخي ورځ ده.انوشکا شرما

نوموتې ستورې انوشکا شرما بيا دا پرېکړه ستايلې او ويلي يې دي چې د مينې او د مينې د حق په لړ کې دا يو لوى ګام دى.سونم کپور

د نوموتي فلمي ستوري انيل کپور لور او د هندي فلمونو مشهورې ممثلې سونم کپور آهوجا  په خپل ټويټر ليکلي دي، چې دا هغه هند دى، چې زه پکې ژوند کول غواړم، نه په داسې هند کې، چرته چې تاوتريخوالى، د زغم نشتوالى، جنسي ناروا او کرکه وي، زموږ هېواد همدا دى، چې زه ورسره مينه کوم.