fbpx

چودري: د پاکستان حکومت او پوځ دواړه له هند سره خبرې کول غواړي

د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چودري له رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، چې د پاکستان پوځ او حکومت دواړه غواړي چې له هند سره خبرې وکړي او په سيمه کې د سولې لپاره کار وکړي، خو هند ورته تراوسه پورې د خبرو په لړ کې هېڅ مثبت اشاره نه ده ورکړې.

هغه وايي، چې د هند د سيکانو لپاره به ډېر ژر د کرتار سنګ پوله پرانيزي، ځکه په نارووال ولسوالۍ کې د سيکانو مذهبي درمسال دى او د سيکانو د عقيدې تر مخه، ګورو نانک همدلته وفات شوى هم و، نو دا ځاى د سيکانو لپاره ډېر اهميت لري، دې ته په کتو سره پاکستان د دوى لپاره د کرتار سنګ پوله پرانيزي.

فواد چودري وايي، د پاکستان نوي لومړي وزير عمران خان له لومړۍ ورځې د هند د کرکټ لوبغاړو ته پاکستان د راتګ بلنه ورکړه، همدا راز په خپله لومړۍ وينا کې يې وويل، چې هند دې يو ګام راواخلي، موږ به دوه ګامه ورمخکې شو.

خو هغه وايي، چې د دوى خبرو ته تراوسه پورې هند هېڅ مثبت ځواب نه دى ورکړى او دوى د هند د مثبت ځواب په تمه ناست دي.

د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ايا د پاکستان پوځ هم له هند سره خبرې کول غواړي، فواد چودري وايي چې په مخکې وختونو د حکومت او پوځ پالېسي بدله وه، نو ځکه به خبرې نه بريالۍ کېدې، خو په وينا يې اوس د پاکستان پوځ او حکومت دواړه يو دي، پالېسي يې هم يوه ده او دواړه غواړي چې له هند سره ښې اړيکې جوړې کړي.

ياده دې وي چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د کار په لومړۍ ورځ ويلي و، چې د هند لومړي وزير نريندرا مودي له پاکستان سره د ښو اړيکو ساتلو لپاره د خبرو اترو وړانديز کړى دى، چې دا خبرې وروسته نريندرا مودي رد کړې او وې ويل، چې پاکستان دې درواغ نه وايي، ما هېڅ کله د خبرو اترو يا د ښو اړيکو خبره نه ده کړې.

د پاکستان نوى حکومت له راتګ سره سم په دې هڅه کې دى، چې له هند سره د خبرو اترو څه لار جوړه کړي، خو هند په خبرو اترو کې هېڅ دلچسپي نه ښايي، لامل يې دا ښوول کېږي، چې پاکستان په کشمير کې نا امني جوړه کړې ده او د کشمير لپاره وسله وال روزي، همدا راز په کشمير کې چې څومره وسله هم وال جنګېږي، ټول په پاکستان کې ژوند کوي، د پاکستان پوځ ورته ټرېننګ ورکوي او پاکستان ورته وسلې ورکوي.

بلخوا پاکستان د نړۍ په سترګو کې په دې هم خاورې اچوي، چې وايي، موږ په سيمه کې سوله غواړو، خو ټولې سيمې ته ترهګر له پاکستان څخه ځي، اوس هم په پاکستان کې وسله روزل کېږي، که تاسو د غزني پېښه ووينئ، نو له سلو زيات مړي يې پاکستان ته تلي دي، چې د پاکستان د پوځ مشر ويلي و، چې دا ټول مزدورکاره خلک دي، خو حال دا چې په هغې کې د نورو جنګياليو تر څنګ پاکستاني پوځيان هم شامل و.