fbpx

تاجکستان کې د جوماتونو امامانو د لېنن مجسمه بيا نصب کړه

د بالشويک انقلاب مشر لېنن، چې اويا کاله يې د بې دينۍ تبليغ وکړ، په تاجکستان کې علماؤ د نوموړي خرابه شوې مجسمه يو ځل بيا جوړه او په خپل ځاى يې ولګوله.

د تاجکستان د آزادۍ راډيو د خبر تر مخه، د طوس ښار د جوماتونو امامانو د چندو په پېسو د روسيې د کميونيسټ مشر لېنن مجسمه يو ځل بيا د ښار په منځ کې ولګوله، چرته نه چې ياده مجسمه دوه کاله مخکې ليرې کړل شوې وه.

دې مجسمې ته يو ځل بيا طلايي رنګ ورکړل شوى دى او مات شوى لاس يې هم جوړ شوى دى.

د طوس ښار ښاروال وايي، چې دا پرېکړه د علماؤ خپله ده او همدا راز دوى يادګار پارک هم پاکوي او فوارې هم جوړوي.

د يو جومات امام له آزادۍ راډيو سره په خبرو کې ويلي، چې هر جومات په اونۍ کې سل ډالر ورکړي دي.

د طوس په ښار کې د لېنن دا مجسمه په ١٩٨٠ کال کې د شوروي پر مهال لګول شوې وه، دا په تاجکستان کې تر  ټولو لويه مجسمه وه.

له ازادۍ ١١ کاله وروسته د لېنن ډېر شمېر مجسمې ونړول شوې، خو دا د تاريخي يادګار په توګه وساتل شوه.

خو په ٢٠١٦ کال کې دولت پرېکړه وکړه چې د شوروي د وخت مجسمې د خپلو اتلانو په مجسمو بدلې کړي، نو همدا وه چې د لېنن دا مجسمه ليرې او په يوه ګودام کې وغورځول شوه.

خو د ښار مرکزي څلورلارى دوه کاله همداسې خالي پروت و، چې له هغې وروسته د جوماتونو امامانو پرېکړه وکړه او د دې لپاره يې چنده وکړه، چې د لېنن دا تر ټولو لويه مجسمه بېرته جوړه او نصب کړي.

ځينې خلک وايي، چې که لېنن هر ډول کس و، خو دا زموږ د تاريخ برخه وه او بايد موږ خپل اولادونه له خپل تاريخ څخه خبر وساتو.