fbpx

ملي امنيت کابل کې يو ځانمرګى له بريد مخکې وويشت

ملي امنيت وايي، چې په کابل ښار کې يې يو ځانمرګى بريدګر له هدف ته رسېدو مخکې وويشت.

دوى زياتوي وچې ځانمرګي بريدګر غوښتل، چې د (شهيد اونۍ) په يوه کاروان بريد وکړي.

يوه ويډيو، چې ملي امنيت رسنيو ته استولې، پکې ښکاره کېږي چې ځانمرګي بريدګر پورې تړلي توکي شنډول کېږي.

ياد ځانمرګى په کابل کې د عامې روغتيا په څلورلاري کې ويشتل شوى دى او د لومړنيو معلوماتو تر مخه، په دې پېښه کې هيچا ته زيان نه دى اوښتى.

نن په ټول هېواد کې د (شهيد اونۍ) لمانځل کېږي، خو په کابل ښار کې بيا د احمد شاه مسعود پلويانو ټول ښار په سر اخيستى دى او ځاى په ځاى ډزې کوي.