کور پاڼه / جالب / بشپړ متن ١٠ خبرې؛ بايد د واده پر مهال هېڅکله ونه شي

بشپړ متن ١٠ خبرې؛ بايد د واده پر مهال هېڅکله ونه شي

واده زموږ د خوږ پېغمبر سنت دى، دا د دوه انسانانو د يو ځاى کېدو ورځ ده او نه يواځې دوه انسان، بلکې دوه کورنۍ هم سره نږدې کوي. دا د خوشحالۍ ورځ وي او د هر مور و پلار دا هيله وي، چې دا ورځ ډېره په خوشحالۍ تېره شي او هېڅ بده پېښه پکې رامنځ ته نه شي. خو کله کله په ودونو کې مېلمانه ځينې داسې خبرې وکړي، په ځانګړې توګه ښځې داسې خبرې کوي، چې د واده کورنۍ پرې خپه کېږي او ځينې وخت ډېرې ستونزې هم راولاړوي.

ځينې ځينې وخت پوه او تعليميافته ښځې او سړي هم داسې خبرې وکړي، چې د انسان ورته حېران و پرېشان وي، چې اخر د دوى په مزغو کې دا خبرې ولې او څنګه راغلې. نن درته د هغه لس خبرو په اړه ليکم، چې بايد هېڅکله هم د چا په واده کې يې ونکړئ.

١-: په واده څومره مصرف شوى

دا خبره په ځانګړې توګه د هلک يا نجلۍ خپلوان د هغوى له مور و پلار څخه پوښتي، چې په واده مو څومره مصرف کړى دى، اصل خبره خو دا ده، چې په واده هر څومره مصرف شوى دى، نو د هغې سره د بل چا څه کار دى، دا ښه پوښتنه نه ده، بايد چې د هلک او نجلۍ خپلوان له داسې پوښتنو ډډه وکړي.

٢-: د واده ډوډۍ ښه نه ده

په ودونو کې ځينې مېلمانه داسې هم وي، چې ښه ډېره ډوډۍ وخوري، خو بيا ورسره دا هم وايي، چې د واده ډوډۍ ښه نه ده، په پلانکي واده کې ډوډۍ ډېره ښه وه او يا دا چې کور ته لاړ شو، هلته به نوره وخورو. دا ډېره بده خبره ده او د واده په کورنۍ ډېره بده هم لګي، خو هغوى د خوشحالۍ د ورځې او د مېلمه له وجې دا د زهرو ګوټ تېر کړي او هېڅ هم نه وايي.

٣-: پلانکى خپلوان مو ولې نه دى راغوښتى

که چېرته د واده پر ورځ کوم ليرې خپلوان نه وي راغلى، يا له کومې وجې ورته بلنه نه وي ورکړل شوي، نو د ځينو خلکو دا عادت وي چې د خلکو په منځ کې دا خبره بيا بيا کوي، چې ولې مو پلانکى واده ته نه دى رابللى، دا نو ډېره بده خبره ده، د هغوى نه به هېر شوى وي او يا به هم ورسره څه ستونزه لري، نو داسې پوښتنه کول، ښه خبره نه ده.

٤-: موسيقي ډېره بېخونده ده

که چېرته په کومو ودونو کې د موسيقۍ پروګرام راجوړ شوى وي، يا هم کوم سندرغاړى واده ته د موسيقۍ لپاره رابلل شوى وي، نو ځينې کسان بيا داسې خبرې هم کوي، چې موسيقي ډېره بېخونده ده، يا مو ارزانه سندرغاړى راوستى دى، چې هېڅ سندرې نه شي ويلاى، نو داسې خبرې ښې نه دي، ځکه د واده کورنۍ پرې خپه کوئ.

٥-: زه ښه ډالۍ ورکوم

ځينې خلک خو بيا داسې هم وي، چې هغوى د واده پر وخت بيا خلکو ته وايي، چې ما ډېره ښه ډالۍ راوړې ده، خو زما د ورور په واده کې دوى تش راغلي و، يا يې ډالۍ کمزورې راوړې وه، يا هم په ځينو ځايونو کې خلک په واده کې پېسې ورکوي، نو دى بيا خلکو ته وايي، چې زموږ د پلانکي واده کې ده لږې ورکړې وې او زه اوس ډېرې ورکوم، نو دا ډېره بده خبره ده.

٦-: ارزانه کالي او سره

د ځينو مېرمنو سترګې بيا د ناوې په کاليو او سرو پسې نښتې وي، دوى له دې نه شې منع کولاى چې د ناوې په کاليو او سرو خبرې وکړي، دوى به حتماً خپل عادت کوي او څه نا څه به وايي، ډېرو ځايونو کې بيا دوى وايي چې د ناوې کالي ډېر ارزان دي، يا يې هم سره جعلي ښکاري، دا او دا، نو دا هم ښه خبره نه ده، انسان پرې بد ښکاري.

٧-: ښايسته نجلۍ او بدرنګه هلک

که چېرته ناوې ډېره ښايسته وي او هلک ښايسته نه وي، نو بيا ځينې خلک په دې کې هم خبرې کوي او وايي، چې دې تورمخي ته وګوره او دې ناوې ته وګوره، نو که داسې خبرې چېرته د نږدې خپلوانو په ودونو کې وشي، نو بيا ترې جنګ هم جوړېداى شي.

٨-: د پېسو لپاره واده

که چېرته د واده هلک ډېرې پېسې ولري او ناوې غريبه وي، يا هم ناوې ډېرې پېسې لري او هلک غريب وي، نو بيا په واده کې راغلي خلک دا خبرې هم ډېرې کوي، چې دا واده د پېسو لپاره کېږي، نو که د پېسو لپاره هم واده کېږي، د بل چا ورسره څه کار؟

٩-: مور و پلار په واده خوشحاله نه دي

که څه هم زموږ په سيمو کې د هلک او نجلۍ د خوښې پر واده ډېر بندېزونه دي، خو که چېرته د نجلۍ او هلک پر خوښه د هغوى واده کېږي، نو بيا ځينې ښځې په واده کې دا خبرې کوي، چې په دې واده د هلک او نجلۍ مور و پلار خپه دي، خو بس د بچو دلاسه مجبوره شوي دي، چې دا ډېره بده خبره ده، دا يواځې د دوى مور و پلار ته خپګان رسوي او بس.

١٠-: ماشوم به کله زېږوئ؟

لا واده پيل شوى وي، نيکه به هم تړل شوي يا نه، خو ځينې مشرې ښځې به بيا په دې لګيا وي، چې دا نوې جوړه به ماشوم کله زېږوي؟ ايا دا نو د دې پوښتنې وخت دى، چې سړى يې وکړي؟

بیا وګوره

٥ څيزونه؛ چې دنده ترلاسه کولو کې درسره مرسته کوي

دنده پېدا کول څه اسان کار نه دى او بيا هغه وخت چې يو کس …

جولي: جنسي تاوتریخوالی بند کړی

د هالیووډ مشهوره ستورې انجلینا جولي او د ناټو سرمنشي د افغانستان په څېر جګړه …