د بريالي ژوند لپاره ٢٤ مهم کارونه، چې بايد حتمي يې وکړو

هر انسان د خپل ژوند د تېرولو لپاره خپله تګلاره لري، خو هر انسان خپل ځان ته ځينې پولې ټاکلي وي او تل همدا هڅه کوي، چې مخکې لاړ شي او نورې برياوې ترلاسه کړي.

ويل کېږي، چې خپل ځان ته چېلنج ورکول ډېر ګټور دي او دا کولاى شي انسان د يوه بريالي ژوند پر لور بوځي.

د هر ښه والي لپاره بدلون راوستل تل اسانه نه وي، خو د دې لپاره هڅې کول د ستاينې وړ دي. دلته په ځينو داسې لارو چارو خبرې کوو، چې کېداى شي د ځينو خلکو لپاره ګران وي، خو د بريالي ژوند لپاره مهم دي، چې بايد وې کړو.

سهار وختي پاڅېدل:

د نړۍ زيات شمېر بريالي کسان دا يو کار حتمي کوي، چې سهار وختي پاڅېږي، د لمر د راختو نه مخکې پاڅېدل نه يواځې دا چې د لوست لپاره ډېر ښه دي، بلکې د کار لپاره هم ډېر ګټور دي. اسلام هم موږ ته همدا درس راکوي، چې سهار وختي پاڅېدل د انسان ټوله ورځ برکتي کوي. خو د د ډېرى خلکو لپاره ډېر ګران کار دى، يعنې له چېلنج څخه کم نه دى.

ورځ په ورزش پېلول:

دا خبره په ډېرى خلکو ښه نه لګي، چې سهار دې سړى پاڅېږي او د ورځې پيل دې په ورزش وکړي، خو د سهار وخت د ورزش لپاره ډېر ښه وخت دى. که چېرته تاسو د ورځې پيل په ورزش وکړئ، نو ټوله ورځ به چابک ياست او هېڅ ټنبلي به نه احساسوئ.

د قوي خوراکونو کول:

ډېرى وخت خلک د خولې د چلولو لپاره هر يو څيز خوري، خو بدن ته ګټور او د قوي او مغذي خوراکونو عادت خپلول هم ډېر ګران کار دى، خو که چېرته مو دا کار وکړ، نو د ډاکټرانو له تګ او ټنبلۍ څخه مو ساتي.

د هر څه په اړه پوښتنه:

د ځينې خلکو لپاره دا ډېره ګرانه وي، چې د هر څه په اړه پوښتنه وکړي او د هغې ځواب ترلاسه کړي، خو که چېرته د دې لپاره هڅې کوئ، نو ستاسو په پرمختګ کې ډېره ګټه کوي او د هر څه په اړه په بشپړ معلومات هم ترلاسه کوئ.

سل فيصده صداقت:

هر سړى لږ و ډېر صداقت لري، خو سل فيصده صادقه پاتې کېدل بيا ډېر ګران دي او دا د بريالي ژوند لپاره ډېر مهم هم دي. ځينې پوهان وايي، که چېرته تاسو په رښتينې مانا کې صادق ياست نو ستاسو له هر توري څخه په رښتينې جذبات او احساسات ښکاره کېږي او هر څوک به بيا ستاسو درناوى کوي.

يو څه تخليقول:

د ناکامۍ او رد کولو ويره داسې خطرناکه ده، چې انسان دې ته مجبوروي چې له هر کار څخه لاس واخلي، خو که چېرته مو له خپلو مازغو څخه دا ويره ليرې کړړه او د يو څه تخليقولو په اړه مو کار وکړ، نو تاسې ډېر نوښتونه کولاى شئ.

د مصرف حساب ساتل:

د مصرف شوو پېسو د يوې يوې پېسې حساب ساتل ډېر ګران کار دى، خو که چېرته مو دا عادت خپل کړ، نو څه وخت وروسته به په خپله ډېر حېرانه شئ، چې څومره ډېره سپما مو کړې.

د تقاعد لپاره سپما:

هره ورځ د ګرانۍ سېلاب راروان دى او په هر سبا يو نه يو څيز د تېر په پرتله ګران شوى وي، په داسې وخت کې بيا د خپل تقاعد لپاره پېسې سپمول ډېر ګران ښکاري، خو که چېرته سپما ونکړئ، په وروستي عمر کې به له ډېرو ستونزو سره مخ شئ. نو که چېرته تراوسه پورې مو د تقاعد لپاره د پېسو په سپمولو نه وي پيل کړى، نو همدا نن د پېسو سپما پيل کړئ.

خوړو ته مو پام وکړئ:

د خپلو خوړو او د هرې ورځې د ورزش پاملرنه هم ډېر ګران کار دى، خو که چېرته خپلو خوړو ته پام وکړئ او همدا راز ورزش هم په پام کې وساتئ، نو دا به مو بدن روغ او تازه وساتي.

ناپېژاندو سره خبرې:

ډېرى خلک زيات وخت فکر کوي، چې که يې له کوم ناپېژانده کس سره خبرې وکړې، نو هسې نه يې هغه يې رد نه کړي يا يې هم خبرو ته ارزښت ورنکړي، خو داسې فکر ښه نه دى، که تاسو له ناپېژاندو کسانو سره د خبرو کولو عادت خپل کړئ، نو دا به مو په ځان باور زيات کړي.

د خلکو په وړاندې خبرې:

که چېرته د خلکو په وړاندې د خبرو پر مهال ويريږئ او خبرې نه شئ کولاى، نو تاسو نه پوهېږئ چې د خلکو په وړاندې خبرې کول د بريالي ژوند لپاره څومره مهم دي. د دې لپاره تمرين وکړئ او د خلکو په وړاندې د خبرو کولو وړتيا مو ښه کړئ. که نه وي داسې يوه ډله پېدا کړئ، چې هغوى هم له داسې ستونزې سره مخ وي، برخه ورسره واخلئ، تمرين وکړئ او له ځانه هغه ويره ليرې کړئ، چې د خلکو په مخکې د خبرو پر مهال ويريږئ.

موبايل مو هېر کړئ:

په ورځ کې څو ځله مو موبايل ګورئ؟ ايا کولاى شئ چې موبايل مو کوم ځاى کېږدئ او ارام کېنئ؟ يا يې په خپل جېب کې واچوئ او هېر يې کړئ، که چېرته داسې وکړئ، نو ډېر راحت به ترلاسه کړئ، که چېرته تنګ شوئ نو موبايل مو مه رااخلئ، بلکې د هغې پر ځاى مطالعه وکړئ يا بل داسې کوم کار وکړئ، چې ستاسو تخليقي وړتياوې رابرسېره کړي.

له لوست خوند واخلئ:

مطالعه يو تر ټولو ښه عادت دى، چې تاسو کولاى شئ خپل يې کړئ. دا نه يواځې دا چې ستاسو ذهن تېز کړي، بلکې ډپريشن او ذهني ستړيا مو هم له منځه وړي. هر څوک چې لوست کوي، نو يې د تورو ذخيره هم زياتېږي. کېداى شي ډېرى خلکو ته په ورځ کې د کتاب لوستل ګران وي، خو د کتاب د لوست لپاره وخت پېدا کول ګران نه دي، نو لوست وکړئ او خوند ترې واخلئ.

يو وخت کې يو کار:

په يو وخت کې ډېرى کارونه کول زياتره وخت د انسان شخصيت د تباهۍ خواته بوځي، انسان نه شي کولاى چې په يو وخت کې خپله توجه ډېرو شيانو ته وکړي، که داسې کوي نو له کارونو څخه يې زړه ډېر زر تورېږي او داسې تاسو نه شئ کولاى چې خپلې وړتياوې معلومې کړئ. نو داسې وکړئ، چې د يو کار انتخاب وکړئ او په هغې کې خپلې ټولې وړتياوې وازمايئ، که هر څومره وخت اخلي.

مرسته وغواړئ:

ډېرى خلک د مشکل په وخت کې له نورو مرسته نه غواړي او دا ورته ډېر بد کار ښکاري، خو دا کار په ورو ورو انسان له تباهۍ سره مخ کوي، ځکه خپله ناروغي پټول انسان وژني او که يې د درملنې لپاره مرسته وغوښتل شي، نو انسان ژوندي پاتې کېداى شي، نو د سختې پر وخت کې له نورو مرسته وغواړئ، هېڅ کله خپل مشکل له نورو مه پټوئ.

په يخو اوبو لامبل:

د اوږدې ورځې تر تېرولو وروسته، چې د ورځې په پاى کې په يخو اوبو د لامبلو په اړه فکر وکړئ، نو کېداى شي ښه درته ښکاره نه شي، خو په يوه څېړنه کې ويل شوي دي، چې که د ورځې په پاى کې په يخو اوبو ولامبئ، نو دا درته ډېره ګټه دررسوي.

خپل ځان ته وخت ورکول:

زياتره وخت خپل ځان ته سکون ورکول يا تسکين ترلاسه کول ډېر ګران وي، په ځانګړې توګه د داسې خلکو لپاره، چې هر وخت په کارونو کې بوخت وي او د نورو کارونو په اړه فکر کوي. خو پوهان وايي چې د خپل ځان لپاره وخت ټاکل انسان ته ډېر ګټور دي، دې سره ذهن پراخه کېږي او د انسان نظم ورسره ښه کېږي.

خېريه کارونه کول:

له ځينو خېريه بنسټونو سره بې د څه غرضه کار کول يا د يو چا مرسته کول، تاسې ته داسې خوشحاله درکوي، چې تاسې کوم لوى کار کې برخه اخيستې وي. که چېرته دا کارونه وکړئ، نو ژوند کې مو مثبت شيان ډېرېږي او همدا راز د برياليتوب په لور هم ګامونه ګړندي کوئ.

صبر وکړئ:

هېڅ کار ژر نه کېږي او له يوه مهم کس سره ليدنه ټول ژر غواړي، خو دا هم مهمه ده چې د فرسټريشن احساس قابو کړو او پرې نه ږدو چې په خپله ولکه کې مو واخلي. سفر ځنډېدل، د خلکو ناکاري يا بله کومه ستونزه ستاسو په لاسو کې نه ده، خو په دې کارونو صبر کول، تاسو ته ګټه رسوي او که صبر ونکړئ، نو ذهن مو خرابوي، بدني ستونزې درته راولاړوي، غوسه به درځي، د وينې فشار به مو زياتېږي، زړه به مو ډوبېږي او له ډېرو خلکو سره به مو اړيکې هم خرابې شي، نو صبر وکړئ او له دې ستونزو څخه ځان وژغورئ.

ناممکن کار کول:

داسې هم نه ده چې داسې يو کار غوره کړئ، چې د هغې کول بېخي ممکن نه وي، خو په خپل ژوند کې وګورئ او وګورئ چې کوم کار تاسو ته داسې ښکاري، چې ستاسو لپاره يې کول ممکن نه دي، لکه يو ميل منډه وهل، ډوډۍ پخول، ماشومان تيارول او يا هم داسې کوم بل کار. د داسې يو کار لپاره يو کال وخت وټاکئ او بيا د هغې لپاره هڅه وکړئ، د داسې يو ګران کار ترسره کول، تاسو ته بدني او ذهني ګټه دررسوي او په تاسو کې دا جذبه هم پېدا کوي، چې د هر کار ترسره کولو لپاره هڅې کولاى شئ او په ځان مو باور پېدا کېږي، چې تاسو که هڅه وکړئ، هر کار ترسره کولاى شئ.

بد عادتونه پرېږدئ:

هېڅوک هم بشپړ نه دى، هر څوک ځينې بد عادتونه هم لري او د هغه عادتونو پرېښودل ډېر ګران کار دى، خو د دې مطلب دا هم نه دى چې په دې لړ کې هېڅ هڅې مه کوئ. که د بد عادتونو د پرېښودو په لړ کې هڅې وکړئ، نو دا په تاسو کې صبر پېدا کوي او له منفي فکرونو مو ساتي.

مننه وکړئ:

مننه کول د ښه ژوند لپاره ډېره مهمه ده، خو د نورو نه مننه کول هم ډېر ګران کار دى، کوم خلک چې د مننې عادت خپلوي، نو په ژوند کې يې ډېر مثبت بدلونونه راځي. تاسو کولاى شئ چې خپلو ملګرو، دوستانو او خپلوانو ته خطونه وليکئ، برېښناليک ورته ولېږئ يا هم ورته زنګ ووهئ او مننه ترې وکړئ، يا چې مو په ژوند کې څه ترلاسه کړي دي، د هغې مننه وکړئ.

ماضي پرېږدئ:

د تېر وخت يا ماضي په اړه له فکرونو ځان ساتل ډېر ګران کار دى، موږ ټول په ځينو کارونو پښېمانه يو، يا فکر کوو چې که مو دا کارونه په بل ډول ترسره کړي وي او دا غلطه هم نه ده چې انسان د خپلو تېروتنو په اړه فکر وکړي، خو که په دې تېروتنو غوسه يا خپه وخت تېر کړو، نو دا هېڅ ګټه نه کوي. د دې نه د ځان ساتلو لپاره يا خو له چا مرسته وغواړئ او يا سهي کار وکړئ. که چېرته په تېر کې مو داسې څه کار پرېښي وي، نو اوس يې د کولو هڅه وکړئ.

ښه خوب:

د خوب اړتيا څخه هېڅوک انکار نه شي کولاى، د بدن او روغتيا لپاره خوب ډېر زيات مهم دى او هر انسان بايد د ژوند لپاره خوب هم وکړي، ځينې خلک په څو ساعته خوب قناعت کوي، خو ډېرى خلک بيا له ٧ څخه تر ٩ ساعتونو پورې خوب ته اړتيا لري، چې انرجي يې بشپړه شي او بدن او ذهن يې سم کار وکړي.

ژباړه : رحمت ديوان