The news is by your side.

نواز شريف د ۱۲ ساعتونو لپاره له زندانه خوشې شوی

د پاکستان پخوانی صدراعظم  او مسلم ليګ نواز ډلې مشر نواز شريف  د دولس ساعتونو لپاره  سره له خپلې لور او زوم  له  زندانه  ځکه خوشي شوي څو د مېرمنې په  وروستيو مراسمو کې ګډون وکړي.

پخوانی صدراعظم  نوازشريف، لور مریم  نواز او زوم  کېپټن صفدر د دولس ساعتونو لپاره  پلازمېنه  اسلام اباد ته  څېرمه  له  اډياله  زندانه  خوشي شوی، څو د خپلې مېرمنې کلثوم نواز د جنازې په  مراسمو کې ګډون وکړي. خو د ګوند مشران وايي، چې دوی هڅه  کوي دغه  موده  د درېو ورځو لپاره  وغځوي.

پخوانی صدراعظم  نوازشريف، لور مريم نواز او زوم  کېپټن صدر  له  زندان څخه  د اسلام اباد نورخان  هوايي ډګر ته  رسول شوي او بيا وروسته  د الوتکې په  واسطه  لاهور ته  وړل شوي دي. پخوانی زنداني صدراعظم   جاتي امرا نومي سيمې ته  وړل شوی دی.

د نوازشريف  مېرمنې کلثوم  نواز  په  لندن کې  له  اوږدې ناروغۍ وروسته   پرون  ساه  ورکړې ده. کلثوم   له  ډېري مودې راهيسې  په  سرطان  ناروغۍ اخته  وه. د جمعې په ورځ  به په  لاهورکې به  خاورو ته  سپارل کېږي.

د پوځ  لوی  درستيز او يو شمېر نورو پوځي او سياسي مشرانو د مېرمن کلثوم  نواز پر مړينه  ژور خفګان څرګند کړی او نوموړې يې يوه  زړوره  مېرمن  بللې ده.

نوازشريف  په  تېره جولايي مياشت  کې کلثوم  نواز د لندن  په  روغتون  کې په  داسي حال کې د ناروغۍ پر بستر پرې ايښي چې د محکمې په  امر هيواد ته  راستون شوی  و او بيا وروسته  د محکمې په  امر د اډياله  زندان  ته  وړل شوی و. نوازشريف  د ادارې فساد په  قضيه کې زنداني شوی دی.