The news is by your side.

د انلاين کار کولو ځينې ستونزې؟

ليکوال : رحمت ديوان

انلاين کار کول يا په انټرنېټ پېسې ګټل زموږ د خلکو لپاره ډېر جالب دي، جالب په دې دي چې دوى تراوسه فکر کوي، داسې هېڅ هم نشته چې يو څوک دې انلاين پېسې وګټي يا په انټرنېټ دې داسې يو څه کار وکړي، چې پېسې دې پکې ترلاسه کړي، لامل يې دا دى، چې په هېواد کې مو له تېرې نيمې پېړۍ راهيسې جنګونه روان دي او موږ يې د انټرنېټ په برخه کې ډېر وروسته کړي يو.

په تېره ليکنه کې ما په دې اړه خبرې کړې وې، چې ولې ډېرى خلک فکر کوي چې انلاين پېسې نه ګټل کېږي، خو په دې ليکنه کې په دې اړه خبرې کوم، چې انلاين کار کول يا انلاين پېسې ګټل څه ستونزې لري؟

کله چې په انټرنېټ کار کوئ، نو له يو شمېر ستونزو سره هم مخ کېږئ، خو که دې ته تاسو مخکې له مخکې ځانونه تيار کړي وي، بيا به نه خرابوي او که په دې اړه مو کله هېڅ فکر نه وي کړى، نو بيا به مو نه يواځې دا چې کارونه ختم شي، بلکې له انلاين کار څخه به مو زړه هم تور شي.

دلته زه غواړم چې يواځې خپلې تجربې درسره شريکې کړم.

په دې تېر يو کال کې به ماسره له ډېرو خلکو اړيکه نيولي وي، يو شمېر يې بيا په دې اړه خبرې کړي، چې ګوګل اېډسنس ته يې اپلاى کړې، خو ورته يې تراوسه اکاونټ نه دى جوړ کړى، ځينو يې بيا په دې شيانو هڅه کړې او نه يې دي ترلاسه کړي، نو بيا يې ماته ليکلي، چې دا هر څه درواغ دي او هسې يې خپل وخت ضايع کړي.

ځينو ملګرو خو څو څو مياشتې کار هم کړى دى، خو نه دي بريالي شوي چې د ګوګل اېډسنس اکاونټ ترلاسه کړي.

په دې لړ کې هم تېرو ورځو کې يو کس رانه همدا پوښتنه وکړه، کله مې چې ترې وغوښتل چې خپله وېبپاڼه دې راسره شريکه کړي، نو په وېبپاڼه کې يې هېڅ ليکنه نه و، ډومېن نوم يې اخيستى و، ډيزاين يې انسټال کړى و او وېبپاڼه يې په ليکه کړې وه، نور هېڅ نه و او د هغې په سر يې ګوګل اېډسنس ته اپلاى کړې وه او غوښتل يې چې ورته اکاونټ ورکړي.

حال دا چې ګوګل اېډسنس هغه وېبپاڼو ته اکاونټ ورکوي، چې څو مياشتې زوړ وي، خپل مواد (داسې مواد چې کاپي شوي نه وي) ولري او لوستونکي ولري، چې له ګوګل څخه ورته راځي، نو له هغې وروسته بيا ګوګل دا هر څه ګوري او بيا پرېکړه کوي، چې تاسو ته اکاونټ درکړي او که نه.

ځينې وخت چې څوک راشي، په دې فکر کې وي چې اونۍ وروسته به ورته پېسې راروانې وي او په کال کې دننه به ميليونر شي، حال دا چې داسې نه ده. کله چې ما لومړى بلاګ جوړ کړى و، نو لږ تر لږه شپږ مياشتې وروسته مې ګوګل اېډسنس ته اپلاى کړې وه.

بله ستونزه دا ده، چې انلاين کارونه ځينې وخت خرابېږي، يا اکاونټ له منځه ځي، يا بله څه ستونزه راپېښېږي، نو په داسې حالت کې چې يو چا ټول هر څه همدغه يو اکاونټ ته بند کړي، بيا له يو شمېر ستونزو سره مخ کېږي.

ماسره خوا و شا په ٢٠١٤ يا ٢٠١٥ کال کې دغه ستونزه راپېښه شوه، هغه مهال ما يو يوټيوب چېنل جوړ کړى و او ټوله توجه مې همدې چېنل ته کړې وه، په دغه وختونو کې مې بلاګونه بېخي پرېښودل او کله چې مې په چېنل څو مياشتې پرلپسې خواري وکړه او دې ځاى ته ورسېد، چې پېسې وګټي، کوم ناځوانه پرې سټرايک (سټرايک په يوټيوب کې يو داسې شى دى، چې درې ځله په يوه چېنل وشي، چېنل له منځه ځي) وکړ او چېنل له منځه لاړ.

اوس دلته مشکل دا دى، چې انټرنېټ يا ټېکنالوژي دومره پرمختللې نه ده، نه هم دلته يوټيوب، ګوګل، فېسبوک يا نور خپل دفترونه لري، نو چې يو ځل يو کار خراب شو، بيا يې بېرته سمول ګران څه چې ناممکن شان شي.

زما ياد شي، څو کاله مخکې په اروپا کې يوه پېښه شوې وه، يوې يوټيوبرې (يوه نجلۍ چې په يوټيوب يې کار کاوه) د چاقو کسانو په اړه يوه ويډيو جوړه کړې وه، چې د هغې ويډيو په اړه ډېرو خلکو يوټيوب ته شکايت کړى و، نو يوټيوب د هغه نجلۍ اکاونټ له منځه وړى و، بيا له هغې ډېره لويه مسئله جوړه شوې وه، زرګونه خلک د نجلۍ په حق ودرېدلي و او يوټيوب ته يې ويلي و چې دا يې غلط کار کړى دى، دقيق مې ياد نه شي چې د هغه پېښې بيا څه چل وشو، خو دومره وه چې په دغه هېوادونو کې بيا يو څوک کولاى شي چې دا ادارې له ګرېوانه راونيسي، خو زموږ د هېواد په څېر هېوادونو کې بيا داسې څه نه کېږي.

همدغه ډول پېښه راسره يو ځل بيا په ٢٠١٦ کال کې هم وشوه، چې زما يوټيوب چېنل، چې ډېر ښه روان و، هېڅ بې هېڅه يوټيوب بند کړ، که څه هم ډېره هڅه مې ورپسې وکړه، خو بېرته فعال نه شو، بيا مې همداسې پرېښود، خو څو مياشتې وروسته هغه چېنل بيا فعال شو، خو بيا يې هغه خوند پاتې نه و.

همدا راز يوه پېښه راسره په همدې روان کال کې هم ترسره شوه.

خپلې وېبپاڼې ته مې يو ځاى (وېبپاڼې) کې اکاونټ جوړ کړى و او ډېرې ښې پېسې يې هم ګټلې، په همدې لړ کې ما نورو کارونو ته شا کړه او دې کار ته مې سم کار وويل، خو ناڅاپه زما د وېبپاڼې اکاونټ هغه وېبپاڼې ختم کړ، چې دا راته ډېره دردوونکې وه، ځکه ما ټول کارونه د دې لپاره پرېښي و او بيا دې وېبپاڼه دا کار وکړ، خو له ډېرو هڅو وروسته مې مياشت يوه نيمه مياشت وروسته بېرته د هغوى د پالېسۍ تر مخه هر څه برابر کړل او يو ځل بيا مې اکاونټ ترلاسه کړ.

همدا راز په لومړي سر کې په بلاګر، بيا په يوټيوب او له هغې وروسته په وېبپاڼو کې کار کوم، ځکه څنګه چې انټرنېټ ورځ تر بلې تغير کوي، همدا راز ورسره موږ هم تغير کوو، خو ټولو هغه کسانو ته، چې انلاين کار کوي، ورته مې مشوره ده، چې انلاين په څو ځايونو کې کار کوئ، يو کار ته ډېر وخت ورکوئ، نورو ته لږ لږ، که چېرته يو کار خرابېږي، چې بل ورسره هممهاله وي.

په ډيجيټل شيانو ډېر باور مه کوئ، هر وخت خرابېږي.

خپله هر ډول ډېټا چې لرئ، دوه درې ځايونو کې يې ساتئ، ځکه که په يو ځاى کې وي، کېداى شي يوه ورځ يې له لاسه ورکړئ.

بله خبره دا ده، چې تر څو تاسو په انټرنېټ ځان ښه سم نه وي پوه کړى، نو ورسره نور کارونه هم کوئ، کله چې مو د پېسو ګټلو دوه درې لارې پېدا کړې او پوه شوئ چې اوس ترې پېسې ګټلاى شئ، که بيا خپل ټول وخت انټرنېټ ته ورکړئ هم بده نه ده.

بله خبره دا ده، چې لازمي نه ده، تاسو چې انلاين يو کار پيل کړئ، په هماغه کار کې دې پېسې هم وګټئ، وګورئ، دوه درې ځايونو کې کارونه پيل کړئ، په کوم کې چې مو پېسې ترلاسه کول پيل کړل، بيا ټول وخت هماغه کار ته ورکړئ.

د نورو خلکو مواد مه کاپي کوئ، خپله نوښتونه وکړئ نو برياوې به مو حتمي وي.