The news is by your side.

مجاهد الله صفاري په ګرشک کې د ستونزو د حل ډاډ ورکوي

د هلمند ولایت په ولسوالیو کې میشت ولسي وګړي له بې عدالتیو رنځ وړي، د امنیت په ګډون هغوی د ژوند په اساسي مسایلو کې له اسانتیاوو بې برخې دي.

د همدې تشې د ډکولو لپاره د هلمند ولایتي ادارې په وروستیو کې تصمیم نیولی، چې یو باصلاحیته پلاوی ولسوالیو ته واستوي او هلته د ولسي وګړو ستونزې، امنیت او نورې اساسي چارې وارزوي او دغه راز ستونزو ته په سم دستي ډول حل لاره پیدا کړي.

په همدې لړ کې نږدې لس ورځې وړاندې په مالي او اداري چارو کې د هلمند ولایت مرستیال مجاهد الله صفاري ګرشک ولسوالۍ ته سفر وکړ، نوموړي تر دې مهاله، د غصب، بې عدالتیو، ولسي ځورونو، امنیت، پوهنې او روغتیا په ګډون ګڼې اساسي ستونزې وارزولې او ځینې یې په سم دستي ډول حل کړي دي.

ښاغلي صفاريٍ زیاته کړه، چې د ګرشک ولسوالۍ د وروستۍ ستونزې تر حله به همدلته پاتي وي.

پدې لړ کې نوموړي له زرګونو ولسي وګړو سره ملاقاتونه کړي، دغه راز د ښار په هره څنډه کې یې ولسي وګړي پوښتلي دي.

د هلمند ولایت مرستیال وايي: چې دغه ډول اساسي او اغیزمن سفرونه به د دې ولایت نورو ولسوالیو ته هم وکړي، چې پر مهال به یې پدې ولسوالیو کې د ولسي وګړو شکایتونه او ستونزې په اساسي ډول وڅیړل شي.