The news is by your side.

ولسمشر غني د یو شمېر ولایتونو له ملکي او نظامي مسوولینو سره خبرې وکړې

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، محمداشرف غني د ولایتونو ملکي او نظامي مسوولینو سره د خپلو خبرو په لړ کې  له توحید ملي مرکز څخه د ننګرهار، لوګر، زابل، بادغیس، غور او هرات ولایتونو ملکي او نظامي مسوولینو سره خبرې وکړې.

خبرپاڼه وايي په پیل کې جمهوررئیس غني په ننګرهار  کې د وروستۍ تروریستي پېښې په اړه د خپل تسلیت او همدردۍ مراتب وړاندې کړل. وروسته د یادو ولایتونو ملکي او نظامي مسولینو د اړوندو ولایتو د عمومي امنیتي وضعیت په اړه جمهوررئیس ته راپور ورکړ.

جمهور رئیس غني د راپورونو له اورېدو وروسته د دویمو او دریمو واحدونو په کچه د دوی د لاسته راوړنو قدرداني وکړه او په عین حال کې یې د خلکو د ژوند د وضعیت د ښه والي او هېوادوالو د امنیت پر تامین ټینګار وکړ.

جمهوررئیس محمداشرف غني له یادو مسوولینو وغوښتل چې د امنیت، اقتصاد او هوساینې له پلوه د یادو ولایتونو د ښه والي په موخه خپل لیدلوري او وړاندیزونه ترتیب او وړاندې کړي.

خبرپاڼه زیاته وي جمهور رئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د امنیت د تامین او په ټول هېواد کې د دښمنانو د ځپلو په برخه کې د وسله والو ځواکونو هڅې وستایلې وې ویل، هغوکمبوديو، ننګونو او وړاندیزونو ته  چې د امنیت، ثبات او هوساینې مانع ګرځي رسیدګي کېږي.