هلمند کې ځانمرګى بريد وشو

د هلمند ولایت مرکز لښکر ګاه ښار کې نن غرمه شاوخوا دولس نیمي بجې ځانمرګی برید شوی دی. د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي چې یاد ځانمرګی بريد د کندهار په اډه کې شوى دى. هغه وايي چې په دې پېښه کې يو ملکي وګړی ټپى شوى دى. خو په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون کارکوونکي وايي چې له دې پېښې تر اوسه دوى ته دوه ټپيان ور وړل شوي دي. د بريد پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې.