افغان میرمنو ته ځانکړې شوې پیسې بې ځایه مصرف شوي

راپورونه وايي د افغان مېرمنو د پیاوړتیا لپاره ځانګړې شوې پیسې په ځای نه دي لګېدلې او میلیونونه ډالر یې بې ګټې مصرف شوي دي.

 سیګار په یوه راپور کې وايي چې پنځه کاله وړاندې د افغان مېرمنو د پياوړتیا لپاره د یو ایس اې ای ډي له لوري د نړۍ تر ټولو ستره پروژه پيل شوه.

 د دغه پروژې لپاره ۲۸۰ میلیونه ډالر ځانګړي شول او موخه یې دا وه، چې افغان مېرمنو ته غوره کاري فرصتونه برابر شي، دوی پیاوړې شي، سوداګرۍ ته وهڅول شي او پر خپلو پښو ودرېږي. دغه راپور وايي چې دغه ځانګړې شوې پيسې بې ځایه لګېدلې دي او د افغان مېرمنو لپاره هېڅ کار نه دی ورباندې شوی.

په راپور کې راځي چې په پنځو کلونو کې یوازې ۵۵ افغان مېرمنو ښې دندې موندلې دي او دا هم معلومه نه ده، چې یادې مېرمنې د همدې پروګرام له لارې ګومارل شوې او که يې پخپله ځان ته کارونه پيدا کړي دي. سیګار وایي د ۷۵ زره مېرمنو د ګومارنې په موخه له ځانګړو شوو پیسو ښايي دا ۵۵ مېرمنې پر دنده ګومارل شوې وي او یا هم له بلې خوا دوی دندې موندلې وي.

 په راپور کې د فساد نور اړخونه هم یاد شوي دي خو وایي چې تر ډېره دغه پیسې بهرنیو هېوادونو ته په سفرونو او پر شخصي امنیتي کمپنیو لګول شوې دي. سیګار وايي دوی داسې دقیق معلومات نه دي پیدا کړي چې ددې پروژې له لارې دې له مېرمنو سره مرسته شوې وي.

په راپور کې راځي، په پنځو کلونو کې ددغه پروژې ۸۹ میلیونه ډالر لګول شوي چې ۱۸ سلنه یې یوازې په امنیتي چارو او بهرنیو هېوادونو کې لګول شوې دي.