The news is by your side.

هند په هرات کې د مسو کشف او استخراج په برخه کې کار کوي

د راپورونو له مخې پرون د هند په ممبيي کې د کانونو وزارت او یوه هندي شرکت ترمنځ په همدې اړه یو هوکړه لیک لاسلیک شوی دی. دغه هندی شرکت به په هرات کې د مسو کانونو پلټنه کوي او تر هغه وروسته به یې په استخراج کې فعالیت پيلوي.
د هند په ممبيي کې د افغان او هندي توکو پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شوی دی. ټاکل شوې چې په دغه نندارتون کې ګڼې هوکړې لاسلیک شي. پرون د برېښنا په برخه کې هم د افغان او هندي اړخ تر منځ یو قرار داد لاسلیک شوی و. هند غواړي په افغانستان کې خپله پانګونه ډېره کړي او تر ډېره د هند حکومت دې ته زړه ښه کوي، چې په افغانستان کې پر بنسټیزو پروژو کار وکړي. هند له چین او جنوبي کوریا هم غوښتي وو، چې په افغانستان کې ورسره په ګډه سترې پروژې پيل کړي.