The news is by your side.

د طالبانو د قطر دفتر له امریکایانو سره د سولې دوهمه غونډه رد کړه

د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند محمد سهیل شاهین هم تېره ورځ د رویټر خبري اژانس هغه راپور رد کړ چې د د طالبانو او امریکایانو د مذاکراتو به تړاو خپور شوی وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لا له وړاندې دا خبر افوا او تبلیغات بللي وو .

ښاغلي شاهین خبریال ډاټ کام ته وویل ، چې رسنۍ دې له دقت څخه کار واخلي او بې اساسه او غیر دقیقې منبې راپورونه دې نه خپروي .

نوموړي زیاته کړه ، چې سوله یوه مهمه مسئله ده ، باید د سولې په تړاو هر خپور شوی خبر دقیق وي .

د قطر دفتر ویاند ښاغلي شاهین د خبریال ډاټ کام سره په خبرو کې زیاته کړه ، سوله د هر افغان غوښتنه ده خو په خپلو شرایطو به عملي کیږي .

دا خبرې ورسته له هغه را برسېره شوې ، چې تېره ورځ رویټر خبري اژانس د طالبانو د نامعلومه سرچینو له قوله ولیکل چې طالبان له امریکا سره د مخامخ دوهم پړاو خبرو ته تیاری نیسي .

د طالبانو له لوري د یاد خبر د ردولو سره ،د افغانستان لپاره د امریکا نوي ګومارل شوي استازي زلمي خلیل زاد بیا له خپله اړخه وویل چې دم ګړۍ لا له طالبانو سره د مخامخ خبرو لاره نه ده هوراه شوې .