The news is by your side.

پکتیا کې به د مخابراتي شبکو ستونزه ژر هواره شي

په پکتیا کې له څو ورځو راهیسې د له ماښام څخه وروسته ځينې ټلیفوني شبکې کار نکوي، چې یادې چارې خلک له سختو ستونزو سره مخامخ کړيدي .

په ورته وخت کې د پکتیا والي شمیم خان کټوازی وايي، چې د یادې ستونزې د هواري لپآره يې هڅې شروع کړېدي .

کټوازی زیاتوي، چې د مخابراتي شبکو د انتنونو د امینت په خوندي کولو سره به یاده ستونزه هواره شي.

د پکتیا والي شمیم خان کټوازی وايي، چې د هیواد په کچه  مخارابراتي شبکو ته امنیتي ستونزې متوجه دي، خو ورته ستونزه دلته نه لیدل کيږي او په نږدې وخت کې به یاده ستونزه هواره کړي.

یوازې دا نه، چې د شپې لخوا د شبکو بندیدلو خلک له ستونزه سره مخامخ کړيدي، بلکې له ورځې لخوا هم د انټرنيټ او اړیکو نیولو کې ستونزې موجودې دي.