ولسمشر غني وایي، د سولې لپاره امکانات له هر بل وخته بهتر دي

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د سولې لپاره امکانات له هر بل وخته بهتر دي او د جګړې ماهیت بدل شوی دی خو په سیمه کې ځینې کړۍ غواړي د افغانستان نړیوالې اړیکې له منځه یوسي.

ولسمشر دغه څرګندونې د شهید اوونی په نمانځغونډه کې د وینا پر مهال وکړې. غني ګډونوالو ته په خطاب کې د پوښتنې په توګه وویل، ایا غواړئ په هغه وخت کې چې نږدې ده سولې ته ورسېږو ځان په انزوا کې واچوو؟ دوهم بدیل څه دی، له نړۍ نه غواړی چې بیا سل زره عسکر راولېږي؟.

 هغه زیاته کړه، چې په سیمه کې ځینې کړۍ غواړي بین المللي ارتباطات له منځه یوسي، هغه شی چې په عقل او قربانۍ لاس ته راغلی دی په احساساتو به یې هیڅکله هم له لاسه ورنه کړو. ولسمشر غني په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل خو زیاته یې کړه چې اوس د ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره ښه فرصت برابر شوی دی.