عطامحمد نور وايي ۱۰مياشتې وروسته به حکومت ونیسو

د جمعيت ګوند اجرايي رييس او د بلخ پخوانى والي عطامحمد نور لس مياشتې وروسته د ټاکنو له لارې د حکومت نیولو خبر ورکوي.

له دې سره د بلخ والي اسحاق رهګذر پر خلکو غږ وکړ چې راتلونکو ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي. دوى دغه څرګندونې نن د شهيد اوونۍ په نمانځغونډه کې وکړې.

هغه دا هم وويل چې که ټاکنې رڼې نه وې، نو دوی به يې مخنيوی وکړي. نور په ډاګه کړه چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو وړتيا نه لري. هغه زياته کړه، دوی به اجازه ورنه کړي، څو يو ځل بيا د تېر په څېر د خلکو پاکو رايو ته په سپکه سترګه وکتل شي.

 نوموړي وويل، د ملي وحدت حکومت اجراييه او قضايه قوه هېڅ ډول مشروعيت نه لري او زياته يې کړه چې اوس حکومت غواړي د درغليو له لارې مقننه قوه هم تر خپل کنټرول لاندې راولي.

 نور د ټاکنو خپلواک کمېسيون باندې تور پورې کړ چې هېواد کې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو توان نه لري. هغه همدا راز ګواښ وکړ چې که ټاکنې رڼې نه وي، نو دوی به يې مخه ونيسي.