افغان کريکټ ملي لوبډلې په تمریناتي سیالۍ کې بريا خپله کړه

 

عربي اماراتو کي راتلونکي آسيا جام سياليو ته د چمتوالي په موخه پرون فغان لوبډلې عربي اماراتو يوه ځایې کلب ته په ۱۱۰ منډو ماته ورکړه.

په دغې سیالۍ کې لومړی توپ وهنه افغان لوبډلې وکړه د‌ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يي ۲۶۱ منډي جوړي کړې‌.
ترټولو ډېرې منډې شهزاد ۵۲ رحمت شاه ۴۸ او هشمت الله شهيدي ۴۰ منډو باندي مخکښه منډه جوړوونکي لوبغاړي وه.

ټاکلي هدف لپاره د اماراتو کلب ۱۵۱ منډې جوړې کړې او سيالي يې په ۱۱۰ منډو وبایله.

افغان توپ اچوونکو کې راشد خان ۴ مجيب الرحمن اوآفتاب عالم دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

په دې سره افغان‌ لوبډلې خپله دوهمه تمریني لوبه هم وګټله

افغان کرکټ ملي لوبډله به په آسيا جام سياليو کې ۱۷ دسپټمبر را تلونکې جمعه سريلانکا سره لومړۍ سیالۍ ترسره کړي.

خان وزیر عابد