fbpx

د یوې چورلکې د بېړني ناستې له امله ۴ کسان ووژل شول

د فراه سیمه ییز چارواکي وايي یوې پوځي چورلکې د تخنیکي ستونزو له امله په یاد ولایت کې بېړنۍ ناسته کړې او د دوه پيلوټانو په ګډون ۴ تنه وژل شوي دي.

په فراه ولایت کې د ملي اردو ځواکونو یوه قومندان د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، بیګا د شپې ۸ نیمې بجې شاوخوا د خاکسفید ولسوالۍ مربوطاتو کې د هوايي ځواک یوې(mi17) ډوله چورلکې بیړنۍ ناسته وکړه، چې وروسته یې اور واخیست او ویجاړه شوه.

سرچینه زیاتوي، په دغه پېښه کې د ۲ پیلوټانو په ګډون د هوايي ځواک ۵ تنه افسران وژل شوي دي.

د وژل شوو افسرانو نومونه په لاندې توګه اعلان شوي: ۱ ډګروال توریالی ـ پيلوټ، جګړن عبدالوارث ـ پیلوټ، ۳ـ جګړن عبدالرشید فلات ـ د هوايي ځواک انجینر، ۴ـ بریدمل عبدالحق ـ نښه ویشتونکی او ۶ـ بریدمل معلم الدین ـ نښه ویشتونکی شامل دي.

.د برید مسئولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی

Your SEO optimized title page contents