fbpx

حکومتي چارواکي دې خپلې چارې سمبال کړي، کرکټ دې موږ ته پرېږدي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی تېره شپه په خپله فيسبوکپاڼه له مينوالو سره په ژوندۍ بڼه غږېده، هغه ددې مطلب په څرګندولو سره نورې ډېرې خبرې هم وکړې. شهزاد محمدي او راشد خان يې ملتيا کوله.

په دغې ژوندۍ ويډيو کې محمد نبي هڅه کوي چې د شهزاد محمدي او راشد خان فکر د (APL) لور ته راواړوي، محمد نبي شهزاد ته وايي چې د دې سياليو په اړه دې څه نظر دی؟ شهزاد خپل نظر وړاندې کوي، ورپسې نبي عيساخېل زياتوي چې په ټولنيزو رسنيو کې ګڼشمېر هېوادوال نيوکه کوي چې د دې سياليو لپاره د لوبډلو غوراوی د کرکټ بورډ په خوښه شوی، خو زه وايم چې کرکټ بورډ په دې کار کې هېڅ دخيل نه و او نه يې موږ ته ويلي چې څوک واخلئ او څوک نه. بيا ورپسې په غير مستقيم ډول د کرکټ په ملاتړ څو خبرې کوي.

نبي بيا بل ځای وايي چې افغان چارواکي دې خپلې چارې او څوکۍ سمبال کړي، په کرکټ کې دې لاسوهنه نه کوي، کرکټ دې موږ ته پرېږدي، تر دې ځايه مو رارسولی، نور به يې هم مخکې بيايو. (له دې خبرې يې څرګندېږي چې موخه يې دا ده چې چارواکي دې د لوبغاړو نيوکو ته غوږ نه ږدي او د کرکټ بورډ په چارو کې دې مداخلت نه کوي)

بيا وايي هر څوک په وړتيا غوره شوي او چې څوک نه دي اخيستل شوي، لامل يې موږ ته مالوم دی چې ولې نه دي اخيستل شوي، هغوی دې خواري وکړي او ځان دې د دې جوګه کړي چې په لوبډله کې واخيستل شي.

شهزاد يې ملتيا کوي او وايي: کوم دوه درې لوبغاړي (موخه يې شاپور او نورعلي وو) چې نه دي اخيستل شوي ګيلې دې نه کوي.

بيا د موبايل کامره د سميع الله شينواري لور ته اړوي او هغه د (شيراغا همکار) په ملاتړ څو خبرې کوي.

بل لور ته د کرکټ مينوال او شنونکي د محمد نبي دا کار د کرکټ بورډ په فرمايش بولي او وايي چې کرکټ بورډ ورته دنده سپارلې وه چې د هغوی په ملاتړ دا ډول ويډيو وکړي.

د محمد نبي، راشد او شهزاد دې چارې په ټولنيزو رسنيو کې د کرکټ د مينوالو احساسات راپارولي او وايي چې دوی ته نه و په  کار چې د يو بل ملي لوبغاړي په مقابل کې د کرکټ بورډ ملاتړ وکړي.

ځينې شنونکي بيا وايي، چې کرکټ بورډ باندې هر کله تور لګېدلی وي، نو له ملي لوبغاړو څخه ګټه پورته کوي، لکه په تېرو وختونو کې يې د اصغر ترڅنګ له نورو لوبغاړو کار اخيست دا وار يې له دې درېواړو لوبغاړو څخه ګټه پورته کړه، دوی زياتوي چې د نبي او نورو لوبغاړو دا کار به د دوی مينوال له راکم کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په (APL) سياليو کې د نورعلي ځدراڼ، شاپور ځدراڼ، کريم صادق او نورو لوبغاړو نه اخيستلو د مينوالو په ذهن کې پوښتنې پیدا کړې. بيا وروسته نور علي ځدارڼ او شاپور ځدراڼ کرکټ بورډ په فساد، سياسي چلند او له دوی سره په زياتي تورن کړ. نور علي ځدراڼ ويلي و چې د افغان غوره ليګ سياليو لپاره د لوبغاړو اخيستل د کرکټ بورډ په خوښه و، دوی ټولو لوبډلو ته ويل چې څوک واخلي او څوک نه.

د نور علي ځدراڼ او شاپور ځدراڼ د څرګندونو په ځواب کې کرکټ بورډ هم خپل ځواب داسې څرګند کړی و: ((د افغانستان کرکټ بورډ که څه هم له دې وړاندې د افغانستان غوره لیګ لپاره د لوبغاړو د پېر په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړي خو یو ځل بیا د یادلو ده چې د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د پیرولو د پروسې لپاره یوازې د لوبغاړو نوملړ د وړاندې کولو مسوولیت لري؛ د لوبغاړو اخیستل او په ګوته کول د لوبډلو د امتیاز لرونکو صلاحیت دی او هغوی په دې کار کې په پوره ډول خپلواک دي ځکه چې یاد لیګ په بشپړ توګه سوداګریزه بڼه لري.))

ويل کېږي چې د نور علي ځدراڼ او شاپور تر څرګندونو وروسته ځينو نورو لوبغاړو ته ويل شوي و چې د دوی ملاتړ ونه کړي، کرکټ بورډ به ورته په لوبډلو کې ځايونه پیدا کړي.