fbpx

نور علي ځدراڼ: کورنۍ ته مې اخطارونه ورکول کېږي

د افغانستان ملي لوبډلې د پيل تکړه توپوهونکي نور علي ځدراڼ نن د کرکټ بورډ پر ضد په خپله رسمي فېسبوکپاڼه يوه بله ويډيوه خپره کړې ده، چې يې پکې ويلي دي، چې کرکټ بورډ دې لوبغاړي په سياست کې نه دخيلوي.

دا خبرې نوموړي وروسته له هغه وکړې، کله چې نوموتو لوبغاړو محمد نبي، راشد خان او محمد شهزاد په يوه ژوندۍ ويډيو کې د کرکټ بورډ او عاطف مشعل دفاع وکړه او د هغوى په حق کې يې خبرې وکړې او نور علي ځدراڼ، شاپور ځدراڼ او نور هغه لوبغاړي، چې په يوه او بله بهانه له لوبو کېنول شوي، يې ان فټ ياد کړل.

نور علي ځدراڼ وويل، کلونه کلونه مو کرکټ يو ځاى د ملي لوبغاړو سره وکړ، زه لوبغاړي ښه پېژنم، که درې لوبغاړي و که لس لوبغاړي هم شي کرکټ بورډ ته وايم، چې لوبغاړي په سياست کې مه دخيلوئ.

نوموړى په ويډيو کې مخکې وايي، هڅه مه کوئ چې لوبغاړي په خپلو منځونو کې خپه کړئ، موږ تل په اتفاق کرکټ تر دې ځايه رارسولى دى، دا د افغان ولس دعاګانې دي، چې د افغانستان ملي لوبډلې نن دومره پرمختګ کړى دى.

نوموړي د کرکټ بورډ د رييس عاطف مشعل د هغه خبرو په اړه وويل، چې يې ويلي و د نور علي ځدراڼ خپلوان هم په اې پي ايل کې اخيستل شوي دي، مجيب په خپل استعداد دې ځاى ته رارسېدلى دى، نړيوالو ليګونو کې يې خپله وړتيا ښکاره کړې ده. نوموړي وويل، ابراهيم ځدراڼ د نولس کلنې او درويشت کلنې لوبډلې لوبغاړى دى، په تېرو شپږو کلونو مې تراوسه د هېڅ لوبغاړي واسطه نه ده کړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې د کرکټ بورډ غړي ورته زنګونه وهي، چې عاطف مشعل او شفيق ستانکزى پرېږده، ځکه چې اې پي ايل راروان دى، که مشعل وغواړي که نه، خو اې پي ايل  به ترسره کېږي، ځکه اې پي ايل اوس يو شرکت ته ورکول شوى دى. هغه وويل چې په اې پي ايل کې د مشعل او ستانکزي شخصي ګټې دي.

ځدراڼ وايي، چې کورنۍ ته يې اخطارونه ورکول کېږي، چې غلى دې شي او په کرکټ بورډ پسې دې خبرې نه کوي، هغه وايي چې کرکټ بورډ هڅه کوي لوبغاړي سياست کې دخيل کړي. ځدراڼ وايي چې موږ (ملي لوبغاړي) له يو بل څخه نه خپه کېږو.