The news is by your side.

په میاشتنۍ ناروغۍ کې دا خواړه مه خورئ!

خبریال وېب پاڼه/ زمونږ د ټولنې ښځې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، چې له هغو یې یو هم د عامه پوهاوی نه شتون ده. ډېری ښځې په دې نه پوهېږي، چې د میاشنۍ ناروغۍ په موده کې څه وکړي، یا هم څه وخوري چې وروسته له ستونزو سره پېښ نشي.
له بده مرغه زمونږ ټولنه کې دا یو لوی عیب ده، چې کومه جلۍ د خپلې میاشنۍ ناروغۍ په اړه وغږېږي، او په ځانګړې ډول لرې پرتو سیمو کې د امکاناتو او عامه پوهاوی نه شتون له امله ښځې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

مونږ تاسو ته په دې لیکنه کې پر هغو مواردو غږېدلي یو ، چې یوه نجلۍ یا یوه ښخه باید پر دې پوی شي، چې د میاشتنۍ ناروغۍ په موده کې څه ونه خوري او کوم څه باید ترسره نه کړي.
دا موارد په لاندې ډول په ګوته کېږي:

١: ډیرې یخې اوبه باید ونه څښکئ: د میاشتنۍ ناروغۍ په موده  کې د ګرم معایاتو څخه کار اخیستل، د دې ناروغۍ ځان درد او نس لپاره ګټور دي، له بلې خوا د یخو اوبه څښل په رحم کې د وینې پاتې کېدو سبب هم کېږي، او ګوندې دا تاسو هم ازمویلي وي، چې د میاشنۍ ناروغۍ موده کې د چای و شوربا او یا هم ګرم سوپ خوړلو باندې مو بدن ارامښت ترلاسه کوي.
دا چې په دې موده کې يخې اوبه ونه څښکو او ګرم خواړه وخورو، دا خبره له مونږ ته زمونږ میندو او هغوی ته یې میندو هم ویلي وه، چې ځينو به دا خبره بې ثبوته او هسې ګڼله، خو د ساینس په پرمختګ سره اوس دا خبره په ثبوت رسېدلې چې د ګرم معایاتو خوړل د انسان بدن ته د ارامښت تر څنګ د رحم لپاره هم ګټوره ده. نو ښځې دې کوښښ وکړي، که نور امکانات ورته برابر نه وي، د ګرم چای څخه ډېره ګټه پورته کړي.

٢: د میاشتنۍ ناروغۍ په موده کې د شامبو استعمال مو سر دردمن کوي: د دې ناروغۍ په موده کې د ښځو د سر د پوستکي کوچني سوري واز وي، او که چېرې تاسو د سر مینځلو لپاره له شامپو څخه کار واخلﺉ، نو له شدید سر درد سره به مخ شئ. نو ښه لاره دا ده، چې که سر هم مینځۍ خو شامپو مه کاروئ.

٣: د میاشتنۍ ناروغۍ په موده کې د بادرنګ خوړل ښځو لپاره ښه نه ده، ځکه بادرنګ د داسې خاصیت درلودونکی ده، چې د وینې بهېدنې مخه نیسي، او د همدې خاصیت له مخې ښځې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کوي، لکه:د رحم او تخمې التهاب.

٤: د میاشتنۍ ناروغۍ په موده کې دې ښځې درانه کارونه نه کوي هو بالکل د دې ناروغۍ په موده کې درانه او شاقه کارونه کول خو له یوه خوا ښځو ته شدید ملا درد پیدا کوي، او له بلې خوا د درانه شیانو پورته کول او د سختو کارونو کول باید ونکړل شي،ځکه د وینې بهونکي هارمونونه په بدن کې په ګړندۍ بڼه په حرکت کې وي، چې په ډېر امکان سره به‌ د شدیدې خونریزۍ سبب ګرځي، چې په عامه اصطلاح مونږ ورته وایو، لرګي مه ماتوه، ملا به دې سسته شي.

٥: ګازلرونکو نوشابې مه څښکئ: د ګاز لرونکو نوشابو او انرژي ګانو څښکلو څخه دې ښځې ډډه وکړي، ځکه له دې داسې نوشابو خوړل ښځو ته اوږد مهاله او لنډ مهاله ناروغۍ او ستونزې پیدا کوي، چې په ځینو مواردو کې د میاشتنۍ ناروغۍ موده کې د احتیاط او پرهېز نه کول ښځې د مرګ خولې ته اچولي. لکه دا لاندې ذکر شوې ناروغۍ:

١: په رحم کې د وینې د پاته کیدل لامل کېږي.

٢: د رحم التهابونو پیدا کیږي
٣:  د رحم سرطان

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.