The news is by your side.

پاکستاني حکومت پښتانه هنرمندان ټولنیزې ځان‌وژنې ته مجبور کړي

خبریال وېپپاڼه/ په خیرپښتونخوا کې پښتانه هنرمندان وایي، د پاکستاني حکومت د بې پروایۍ له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او ان اجتماعي ځان وژنې ته مجبور شوي دي.

د هنرمندانو د سازمان مشرانو؛ طارق جمال، جاوید بابر او نورو دغه څرګندونې نن پېښور پریس کلب کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وکړې.

دوی وویل، د اقتصادي ستونزو له امله خیبرپښتونخوا کې کلتوري او هنري هڅې په ټپه درېدلي او حکومت ورته هېڅ پاملرنه نه کوي.

د دوی په وینا، پاکستاني حکومت د کرونا ویروس له امله د وضع شوي قرنطین پر مهال هیڅ راز مرسته ورسره نه ده کړې او مخکې چې یې بې وزله هنرمندانو سره څه مرسته کوله هغه یې هم درولې ده.

هغه ویلي، چې په دې صوبه کې د کلتوري فعالیتونو یوازېنی مرکز، چې له لارې یې دوی پیسې پیدا کوي، نشترهال دی، خو په خبره یې د کلتور محکمې پر دې مرکز قبضه لګولې او هنرمندان فعالیتونو ته نه پرېږدي.

هنرمندانو له حکومت غوښتنه وکړه، چې په سیمه ییز ټلویزیون کې دې فرهنګي پروګرامونو کې د کار موقع ورکړي، تر څو خپلې ستونزې حل کړي.

هغوی دغه راز له حکومته غوښتنه وکړه چې د اوسېدو ځای دې ورکړي، فرهنګي او کلتوري پروګرامونه او نندارتونونه دې ورته جوړ کړي، تر څو د دوی اقتصادي وضعیت ورسره سم او کلتوري او هنري صنعت بیا راپورته شي.

هنرمندانو دحکومت څخه دا هم وغوښتل چې باید هغوئ ته دا ستوګنې دپاره کالوني ورکړل شي اؤ ددې ترڅنګ دې دصوبو ترمنځ اؤ په قامي کچه د کلتوري شوګانې اؤ پروګرامونه پیل کړل شي ترڅو فنکارانو ته په باعزته توګه دکار موقعې په لاس ورشي.

پاکستان یوازې پښتانه هنرمندان د اقتصادي ستونزو له امله اجتماعي ځان وژنې ته نه دي مجبور کړي، بلکې هلته پر مېشتو ټولو پښتنو د ژوند زوایه راتنګه شوې، وژل شوي، ځورول شوي، بې کوره شوي او په یو ډول د ژوند اساسي حقونه ترې اخیستل شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.