The news is by your side.

ولسي جرګې بهرني واردات رد‌ کړل

خبريال وېبپاڼه/ په ولسي جرګه کې د ملت پاله اشخاصو شمېر مخ په زياتېدو دی، کلونه کېږي چې ملت په ولسي جرګه حساب پرېښی و خو د ولسي جرګې نني کردار دا وښوده چې په دې جرګه کې د اومېد لپاره څه شته دي او ملت کولی شي ورڅخه هيله مند اوسي.

ولسي جرګې نن ځينې بهرني واردات رد کړل
نن په رښتيا داسې ورځ وه چې که ولسي جرګې پکې د ملت د هيله خلاف حرکت کړی و نو دې ملت به د تل لپاره لعنت کړي و، ولس څو کاله کېږي په پرلپسې ډول د اجمل احمدي غوندې د یوه بهرني وارد شوي کس خلاف غږ اوچت وه خو د ولسمشر او مېرمنې د ملاتړ برخمن احمدي بيا هم وتوانېد د ډېرې مودې لپاره ددې حکومت په مهمو پوستونو کې پاتې شي.

ملت نن د ولسي جرګې څخه همدا تمه درلوده چې اجمل احمدي رد کړي او يوه داسې چاته چې هويت یې معلوم نه دی ددې هېواد په ملي او رسمي ژبو خبرې نشي کولی پدې حکومت کې نور ځاي ورنکړي، ولسي جرګې همداسې وکړ د افغانستان د خزانې څخه یې د یوه پردي لاس لنډ کړ.

افغان ضد وزیران هم کامياب شول
که څه هم د ولسي جرګې دا کار د ستاينې وړ دی چې ځینې غیرې ملي اشخاص يې رد کړل خو دا بسنه نه کوي، ولسي جرګې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير چې په ښکاره یې د بل هېواد په خوله عمل کاوه رد شو دا د ستاینې وړ دی خو ددې ترڅنګ داسې کسان هم کامياب شول چې افغانیت نه مني، د عدليې وزير چې پخوا د ټاکنو د کميسيون ريس وروسته له دې چې له دندې لرې شو څو کاله ددې کميسيون موټر نه ورکول، ددې ترڅنګ نور هم افغان ضد شخص دی، چېرته چې د افغانيت صف وي دی پکې ولاړ وي.

اوس دا هېڅ افغان ته د منلو نه ده چې دا ډول یو بې عدله، ددې هېواد شتمنۍ ته غل شخص دې ددې هېواد د عدليې وزير سي خو ددې هرڅه سره سره بیا هم افغانان د پارلمان ننۍ پرېکړې ستايی او دا افغانيت ته د هغوي لومړي قدمونه ښيي.

په ولسي جرګه کې هغه وکيلان‌او وکيلانې د ستاينې وړ دي چې د افغان ضد، د ملي ګټو ضد، د افغانستان سره اړيکه نه لرونکي اشخاص یې رد کړل، دا ډول څو محدود کسان دې خدای ډېر کړي ترڅو ولسي جرګه په ريښتیا د ملت د کور حيثيت خپل کړي.

د وارد شويو هڅې بې ځايه شوې
نن هم وارد شويو وزيرانو ډېرې هڅې وکړې چې ځان په ولسي جرګه ومني، دوی ډېر وکیلان واخيستل، د ډېرو خپل او خپلوان یې په دندو وګمارل، ډېرو ته یې نغدې پيسې ورکړې ډېرو ته يې ګڼې وعدې ورکړې خو پايله يې زيان شوه او بیا هم په ولسي جرګه کې د هغه کسانو شمېر ډېر شو چې دوی نه و توانيدلي په پيسو یې واخلئ.

ملت او ولسي جرګه
ملت د ولسي جرګې څخه تمه لري چې د افغانیت ضد هر کس بايد رد شي، هغوی چې ددې هېواد سره اړيکه نلري بايد اصلا په لوړو پوستونو کې ونه منل شي او ان هغوی چې مېرمنې يې د بهرنیو هېوادونو وی باید په افغانستان کې په لوړو چوکیو کار ونکړي، که څه هم تراوسه پورې ډېر واک د بهر څخه وارد شوی کسانو او مېرمنې يې لري خو د افغان ملت هڅه به دا وي چې د افغانستان سرنوشت صرف د خالصو افغانانو په لاس کې وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.